1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سپاه پاسداران په سیمه کې جنګیالي استخداموي»

۱۳۹۹ آذر ۱۰, دوشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د درو پوستونو په خپرولو سره د سپاه پاسداران له خوا د بهرنیو جنګیالو د استخدام خبر ورکړی دی. دې بنسټ په افغانستان کې د فاطمیون او په سوريه کې د زینبیون ډلو ته اشاره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3m0Ui
Iran Revolutionswächter Sepah Militär Armee
انځور: Mehr

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۳۰ نیټه) د ایران په اړه درې نوي توتیري پوستونه خپاره کړي دي. دغه تویتونه په فارسي ژبه خپاره شوي دي او د ایران له سرحدونو څخه د باندې د دغه هیواد د سپاه پاسداران ملیشه ډلې فعالیتونو ته پکې اشاره شوې ده.

موضوع د سپاه پاسداران له خوا د دوو ملیشه ډلو فاطمیون او زینبیون د تشکیلولو پر سر ده. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په لومړي پوست کې په دې اړه راغلي دي: «سپاه پاسداران د خپل نفوذ د پراخولو په موخه بهرني جنګیالي له هیواد څخه د باندې استخداموي. سپاه پاسداران په سیمه ایزو شخړو کې د مبارزې له پاره د فاطمیون لښکر چې له افغان شعیه ګانو څخه جوړ شوی او د زینبیون ټیپ چې له پاکستاني شعیه ګانو څخه جوړ شوی دی په ځانګړي توګه په عراق کې رامنځته کړ.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دویم پوست کې لیکلي دي چې هیواد یي دغه دواړه ډلې په ۲۰۱۹م کال کې د تروریستي فعالیتونو له کبله تحریم کړي دي.

نوموړي وزارت د «وسټ پوینټ ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې» مرکز په حواله رپوټ ورکړی دی چې د فاطمیون د لښکر د سرتیرو شمیر د ۱۰ او ۱۲ زرو ترمنځ اټکل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل دویم تویت کې د فاطمیون لښکر د یوه چارواکي په حواله: «په ۲۰۱۸م کال کې په سوریه کې د دغې ډلې تر۲۰۰۰ د ډیرو ملیشه و د وژل کیدو» خبر ورکړی دی.

د نوموړي وزارت په دریم تویتري پوست کې د سپاه پاسداران په وسیله د فاطمیون په لښکر کې له ماشوم عسکرو څخه استفادې ته اشاره شوې ده: «د بشري حقونو سازمان د ایران له خوا د فاطمیون په لښکر کې له ماشوم عسکرو څخه استفاده ثبت او غندلې ده او د سوریي په جګړه کې تر ۱۴کلنو افغانانو پورې له وژل کیدو یې پرده پورته کړې ده.»

FAR/ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب