1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران د ډرون آزمایشي مانورې پيل کړي دي

۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبه

ایران د چهارشنبې ورځې راهیسې د بې پيلوټه الوتکو آزمایشي تمرینونه پيل کړي دي. د سیمه ایزو رسنیو په حواله ایران به د دې دوه ورځنیو تمرینونو په ترڅ کې لږ تر لږه د ۱۵۰ ډرونونو آزموېنه ترسره کړي.

https://p.dw.com/p/4G2KO
Iran Teheran | Präsentation neue Drohne "Gaza"
انځور: Sepahnews/AP/picture alliance

ایران د چهارشنبې ورځې راهیسې د خپل بې پيلوټه الوتکو آزمایشي تمرینونه یا مانورې پيل کړي دي. د سیمه ایزو رسنیو په حواله ایران به د دې دوه ورځنیو تمرینونو په ترڅ کې د ایران خلیج په ساحل کې لږ تر لږه د ۱۵۰ ډرونونو آزموېنه ترسره کړي.

امریکا: روسان د بی پيلوټه الوتکو لیدو په خاطر ایران ته تللي

ویل شوي دي چې د دغو تمرینونو په ترڅ کې به د دغه هیواد الکتریکي جنګي او دفاعي توان هم و آزمویل شي. امریکا اندېښنه لري چې ممکن ایران دغه بې پیلوټه الوتکې روسیې ته په اختیار کې ورکړي او روسیه بیا ترې د اوکراین پر وړاندې جګړه کې کار واخلي.