1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

په ایران کې د نیونو په هکله د امریکا او بریتانيا اندېښنه

۱۴۰۱ آذر ۳۰, چهارشنبه

په ایران کې د مظاهره کوونکو نیونې دوام لري. امریکا وایي چې نړۍ په ایران کې د مظاهره کوونکو د نیول کیدو ننداره کوي. د بریتانيا لومړي وزیر ویلي دي چې په ایران کې مظاهرې د دې ښکارېندویې کوي چې خلک له حکومت څخه راضي نه دي.

https://p.dw.com/p/4LHYD
Iran Teheran Protest Jina Mahsa Amini
انځور: AFP

د هغو انځورونو او ویډیوګانو له مخې چې د سه شنبې په ورځ (دسمبر میاشتې ۲۰) په ماښام په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي لږ تر لږه په تهران او کرج کې اعتراضونو دوام درلود.

په پلازمېنه تهران کې یو شمیر اعتراض کوونکي په سلسبیل سیمه کې راټول شوي ول او د حکومت پر ضد یي شعارونه ورکول. «مرګ پر دیکتاتور»، «مرګ پر خامنه ای» او «سږ کال د وینو کال دی او سید علي نسکور دی» د مظاهره کوونکو د شعارونو له جملې څخه وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان: نږدې وخت کې به شپږ تنه اعدام شي

اعتراض کوونکو د یوه سمبولیک اقدام په ترڅ کې په تهران کې پر یوه هوایي پُل یو شعار ځوړند کړی دی چې پرې لیکل شوي "دوباره می سازمت وطن" (هیواده بیا دې رغومه). همدارنګه په اکباتان او کرج ښارونو کې هم مظاهرې شوي دي.

امریکا: نړۍ له ترانه علي دوستي سره د حکومت د چلند ننداره کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ترانه علي دوستي، نیول کیدل غندلي دي. ند پرایس د سه شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: «له بده مرغه ترانه علي دوستي هم له هغو زرګونو ایرانیانو سره یوځای کیږي چې یوازې د سوله ایزو مظاهرو په خاطر نیول شوي دي.»

نوموړي همدارنګه د دغې مشهورې هنرمندې نیونه «د ویرې ایجادولو او سوله ایزو اعتراضونو د سرکوبه کولو په خاطر د ایران د حکومت د هڅو یوه برخه» بللې ده.

پرایس له ایراني چارواکو غوښتي دي چې خپل سري نیونې دې بندې کړي او د ایران د ولس د اساسي آزادیو، د هغو له ډلې څخه د بیان آزادۍ او سوله ایزو غونډو له سرکوبه کولو څخه دې لاس واخلي.

بریتانیا: د ایران خلک له حکومته راضه نه دي

د بریتانيا لومړي وزیر ریشي سوناک د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د عوامو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټۍ په غونډه کې وویل چې دغه اعتراضونه د یوه ډیر روښانه پیغام ښکارېندویي کوي چې «د ایران خلک له حکومت څخه راضي نه دي.»

ریشي سوناک زیاته کړه چې «له اعتراض کوونکو سره د حکومت چلند، د دغه هیواد اټومي پروګرام او ټول اقدامات چې په خبره یي منځنی ختیځ او اروپا بې ثباته کوي» انديښمن کړي دي.

د بریتانيا لومړي وزیر له روسیې او اوکراین څخه د خپل هیواد په بهرني سیاست کې د لومړۍ درجه ننګونې په توګه یادونه وکړه، خو په عین وخت کې يې زیاته کړه: «زه په مخ پر ډیریدونکي ډول د ایران چلند انديښمن کړی یم، دا هغه موضوع ده چې د هغې له پاره باید ډیر وخت مصرف کړو.»

د ایران حکومت پر ضد اتحاد ته اړتیا

د سویډن د پارلمان څو تنو استازو د یوه ګډ پیغام په ترڅ کې د ایران د رژیم نسکورولو له پاره له ټولو سیاسي، ټولنیز، کلتوري او پوهنتوني فعالانو څخه د اتحاد او یووالي غوښتنه کړې ده.

د سویډن په پارلمان کې ایراني الاصله استازو اردلان شکرابي، آیلین فاضلیان او علیرضا آخوندي، په یوه ویډیویي پيغام کې د ایران حکومت له خوا د ایرانیانو سرکوب او اعدامونه وغندل.

«ایران باید په عاجل ډول د سرکوبونو په هکله ځواب ووایي»

دوی له ټولو هغو کسانو چې د ازادۍ او دیموکراسۍ هیله لري غوښتنه کړه چې «د ایران حکومت پر وړاندې مبارزه دې سازماندهي کړي او له یو بل سره متحد شي.»

له ایران سره اټومي تړون

د سه شنبې په ورځ یوه ویډیو خپره شوې چې پکې د امریکا ولسمشر جو بایډن د داسې ویلو په حالت کې ښودل کیږي چې د ایران د اټومي پروګرام د محدودلو له پاره له دغه هیواد سره د څو دولتونو موافقه اوس مړه شوې ده، خو هغه دا خبره په عمومي ډول نه شي اعلانولی.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د دغې موافقې د بیا را ژوندي کولو له پاره له څو میاشتو راهیسې روانو کوښښونو سربیره هم، د دې تړون د بیا را ژوندي کولو له پاره د لویدیځو هیوادونو شرایطو ته سر نه دی ټيټ کړی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز