ایران خپله نوې ځانمرګې بې پلوټه الوتکه ښکاره کړه
۱۴۰۳ شهریور ۳۱, شنبهایران په تهران کې په پوځي پریډ کې د خپلې ځانمرګې بې پیلوټه الوتکې وروستۍ نسخه معرفي کړه. د «صدا او سیما» خبري آژانس د راپور له مخې بې پیلوټه الوتکه «شاهد ۱۳۴بي» ۴۰۰۰ کیلومترو پورې واټن وهلی شي او ویل کیږي چې په نړۍ کې یو له پرمختللو الوتکو څخه ده.
د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» راپور ورکړی چې په دې پوځي پریډ کې د ایران سپاه پاسدارن وروستی بالستیکتوغندیچې له جامد تیلو څخه په کې کار اخیستل کیږي، هم نندارې ته وړاندې شو.دغه خبري آژانس ویلي دي چې د «جهاد» په نوم د تیلو دغه توغندی د سپاه پاسدارن د هوايي ځواک له خوا ډیزاین او جوړ شوی او عملیاتي واټن یې ۱۰۰۰ کیلومتره دی.
ویل کیږي چې دغه توغندي د ۱۵۰ کیلو ګرامه په وزن د چاودیدونکو توکو د لیږدولو وړتیا لري او کولای شي تر ۳۰ مترو پورې په احتمالي ځیرتیا سره خپل هدف په نښه کړي.
ایران وايي، په وروستیو کلونو کې یې د بې پیلوټه الوتکو په تولید کې ډېر پرمختګ کړی دی. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه نظامي نندارتون کې چې له عراق سره د اته کلنې جګړې په یاد جوړ شوی، وویل:« نن سبا زمونږ دفاعي او نظامي شتمنیو توان دومره ډیر شوی دی چې هیڅ شیطان زمونږ په ګران هیواد ایران د یرغل په اړه حتی فکر هم نه شي کولی.»
هغه په منځني ختیځ کې جګړې ته په اشارې سره زیاته کړه:« د اسلامي هېوادونو تر منځ په یووالي او همغږي سره موږ کولای شو چې غاصب او نسل وژونکی اسرائیل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پر هیچا هم رحم نه کوي په خپل ځای کینوو.»
د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پروګرامونو په تړاو لویدیځ بیا بیا نیوکې کوي او دغه هیواد تحریم شوی هم دی.
ویل کیږي چې روسیې ته د ایران لیږدول شوې بې پیلوټه الوتکې د اوکراین په جګړه کې مهم رول لوبولی دی. خو تهران دا خبره په کلکه ردوي.د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې له مسکو سره په پوځي برخه کې همکاري کوي، خو دا د اوکراین له جګړې سره هېڅ تړاو نه لري.تهران دغه راز ادعا کوي چې تل یې په اوکراین کې د جګړې د ژر پای ته رسولو او د دیپلوماتیکو خبرو ملاتړ کړی دی.
Rsh/Aj/zn/aa (dpa,AFP)