1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایران د یورانیمو ۶۰ سلنه غني کول پيل کړي دي»

۱۴۰۰ فروردین ۲۹, یکشنبه

ایران د نطنز پر تاسیساتو د برید په غبرګون کې د ۶۰ سلنه کچې ته د یورانیمو غني کولو خبر ورکړی وو. د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس اوس تائید کړ چې په نطنز کې ارزول شوي نمونې ښيې چې د یورانیمو د غني کولو کچه تر ۵۵ سلنې لوړه شوې.

https://p.dw.com/p/3sBaC
Indirekte Atomverhandlungen zwischen dem Iran und den USA
انځور: Dean Calma/IAEA/dpa/picture alliance

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۷ نیټه) د یوه رپوټ په خپرولو سره د ایران په نطنز اټومي تاسیساتو کې ۶۰ سلنې ته د یورانیمو د غنې کولو بهیر د پيلیدو خبر ورکړی دی.

د فرانسې خبري آژانس د یکشنبې په ورځ په وین کې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د مسئولینو په حواله ویلي دي چې اوس مهال د نطنز په اټومي تاسیساتو کې ارزول شوي نمونې ښيې چې په دغه بټۍ کې د یورانیمو د غنې کولو کچه تر ۵۵،۳ سلنې پورې رسول شوې ده.

سربیره پر دې دغه آژانس اعلان کړی دی چې د ایران له خوا د یورانیمو د غنې کولو د دقیقې کچې د معلومولو له پاره یې د کارپوهانو څیړنې جریان لري او نور معلومات به وروسته وړاندې کړي.

ایران د سه شنبې په ورځ اعلان کړی وو چې د نطنز پر تاسیساتو د برید په غبرګون کې به خپل د یورانیمو غنې کولو کچه ۶۰ سلنې ته لوړه کړي.

ایران د اپریل میاشتې په ۱۱ نيټه د نطنز پر تاسیساتو د برید پړه پر اسرائیلو ور اچوي. په ایران کې د نطنز پر اټومي تاسیساتو برید داسې مهال ترسره شو چې اټومې موافقې ته د امریکا د بیرته ستنیدو او پر ایران د لګول شویو بندیزونو د لیري کولو په موخه، په وین یا ویانا کې د اټومي موافقې د ګډ کمیسیون ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

د ۲۰۱۵م کال د اټومي موافقتنامې په اساس ایران ژمنه کړې وه چې خپل د یورانیمو د غنې کولو کچه به ۳،۶۷ سلنې پورې محدودوي. دا په داسې حال کې ده چې له دغې موافقتنامې څخه د امریکا تر وتلو وروسته ایران خپل د یورانیمو د غني کولو کچه ۲۰ سلنې ته لوړه کړې وه.

د اټومي وسلو د جوړولو له پاره اړتیا ده چې د یورانیمو د غلضت کچه ۹۰ سلنې ته ورسول شي. اسرائیل په وار وار اعلان کړی دی چې هیواد به یې اټومي وسلو ته د ایران د لاس رسي د مخنيوي په خاطر د هر ډول اقدام له ترسره کولو څخه ډډه ونه کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا