1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د بشري حقونو سازمان: نږدې وخت کې به شپږ تنه اعدام شي

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

د ایران د بشري حقونو سازمان په نږدې راتلونکي کې د کرج ښار په ارومیه او رجایي محبسونو کې د ۶ تنه بندیانو د اعدامیدو خبر ورکړی دی. د ایران د ارشاد وزیر ویلي «حجاب شرعي او قانوني حکم دی او باید عملي شي».

https://p.dw.com/p/4L7Po
Protest gegen die Todesstrafe in Iran
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د بشري حقونو بنسټونو په ایران کې د اعدامونو د سیاست په هکله خبرداری ورکړی دی. د ایران د بشري حقونو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په نزدې راتلونکي کې د شپږو تنو بندیانو د اعدامیدو خبر وکړی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په ارومیه زندان کې پنځه تنه بندیان چې په «محاربه» تورن دي نامعلوم ځای ته او د رجایي محبس یو بل بندي بیا له عمومي بند خونې څخه انفرادي بند خونې ته انتقال شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان په دغه هیواد کې د روانو اعتراضونو د وژل شوو وروستۍ شمیرې ۴۶۹ تنه اعلان کړي دي. په وژل شوو کې ۶۳ تنه ماشومان، ۹ نجونې او ۳۲ تنه ښځې هم شاملې دي. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې ۳۹ تنه سیاسي بندیان هم د اعدام له خطر سره مخامخ دي.

په ایران کې یو لاریون کوونکی اعدام شوی دی

بل لور ته د بخښنې نړیوال سازمان هم د جمعې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۱۶ نیټه) د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي وو چې د «ساختګي او غیر عادلانه» محاکمې په پایله کې په ایران کې لږ تر لږه ۲۶ تنه د وروستیو مظاهرو په ارتباط د اعدامیدو له خطر سره مخامخ دي.

د ارشاد وزیر: حجاب باید عملي شي

د ایران د ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي، د شنبې په ماښام د «صف اول» شبکې د میلمه په توګه د حجاب په مسئله کې خپل دریځ څرګند کړ. هغه وویل «د ایران ټولنه، په ژوره توګه یوه عفیفه یا پاکیزه ټولنه ده او زه کولی شم هغه په ارقامو سره و ښيیم، خو د حجاب مراعاتولو د ډول په هکله له لوړو ژورو سره مخ یو او د عملي کولو په طریقه کې د نظر اختلافات موجود دي.»

د انتخاب انټرنټ پانې د رپوټ پر بنسټ د ارشاد وزیر په دې خپرونه کې وویل: «د لویدیځ په فرهنګي تاریخ کې لوڅوالی شتون لري، خو زمونږ په کلتور او فرهنګي میراث کې حتی تر اسلام مخکې هم د عفاف موضوع شتون درلود.» هغه زیاته کړه: «نن عفاف او حجاب د شرعي حکم تر څنګ یو قانوني حکم دی او باید یې په هیواد کې عملي کړو.»

ایران: څلور کسان د اسرائیلو سره د همکارۍ په تور اعدام سول

په ورته وخت کې ایراني چارواکو له یکشنبې څخه تر سه شنبې ورځې پورې په تهران کې ښوونځي رخصت کړي او د سه شنبې ورځې د فوټبال سیالۍ یې هم لغوه اعلان کړي دي. ټاکل شوې وه چې د سه شنبې په ماښام د استقلال او پرسپولیس د فوټبال لوبډلو ترمنځ د تهران په آزادي لوبغالي کې دغه سیالۍ ترسره شي.

د ښوونځیو رخصتول او د فوټبال سیالیو لغوه کول په داسې یو وخت کې صورت نیسي چې ټاکل شوې وه د دسمبر له ۱۹ نیټې څخه تر ۲۲ نیټې پورې د ټول ایران په کچه پراخ لاریونونه ترسره شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص