1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ۱۸۱ افغان زندانیان طالبانو ته سپارلي

امید دیدار
۱۴۰۱ اسفند ۱۹, جمعه

د طالبانو ادارې د باندنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې ایران ۱۸۱ نور افغان زندانیان دوی ته سپارلي دي.

https://p.dw.com/p/4OV3F
آرشيف انځور: په ایران کې افغان مهاجر
آرشيف انځور: په ایران کې افغان مهاجرانځور: DW/S. Tanha

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه زندانیان تېره ورځ د هرات اسلام کلا بندر کې د دوی حکومت ته سپارل شوي دي.

هغه لیکلي: «نن د ۱۴۰۱ هـ ش کال د حوت ١٨ د ایران له لوري افغان حکومت ته د بندیانو د سپارلو په لړ کې (١٨١) افغان بندیان چې په ایران کې زنداني ول د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لارې افغان حکومت ته وسپارل شول.»

له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو اخراج.د ارشیف انځور
له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو اخراج. د ارشیف انځورانځور: DW/S. Tanha

حافظ ضیا احمد تکل ویلي دي چې حکومت یې له ایراني چارواکیو سره د خبرو اترو له لارې دې پایلې ته رسېدلي دي چې ایران به ګڼ نور افغان زندانیان د طالبانو حکومت ته وسپاري.

د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي؟

ویل شوي دي چې د دغو زندانیانو په سپارلو سره په تېره یوه اونۍ کې طالبانو ته د سپارل شویو افغانانو شمېر ۹۰۰ ته ورسېد.

پر افغانستان د طالبانو له دویم‌ ځلي ولکې مخکې او راوروسته ګڼ افغانان د ایران او نورو هيوادونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته په ناقانونه لارو سفر کوي چې ډېر کله ترې د زنداني کېدو، وژلو، ټپي کېدلو او شکنجې رپوټونه خپرېږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب