1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زموږ اساسي ستونزه «درې طلاقه» نه بلکې نورې دي»

۱۳۹۹ دی ۱, دوشنبه

د هندوستان حکومت په وروستيو کلونو کې یو داسې قانون جوړ کړ چې له مخې يې «درې طلاقه» يا د ميړه له خوا د ښځي فوري طلاقول، جرم دی. خو آیا په دې سره په هندوستان کې د مسلمانو ښځو ستونزې کمې شوي دي؟ تفصيل په رپوت کې:

https://p.dw.com/p/3n1Af
Indien Neu Delhi Proteste gegen neues Staatsangehörigkeits-Gesetz
انځور: DW/Dharvi Vaid

د دویچه وله اردو څانګې پر دغې موضوع، د لیکوالې میرمن زينت اختر قول راخيستی دی. هغې په خپل رپوټ کې د «درې طلاقه» قانون ته اشاره کړې او په دې اړه يې په هندوستان کې د يو شمیر مسلمانو ښځو نظرونه هم اخیستي دي. درې طلاقه يا فوري طلاق هغه دوديز طلاق ته ويل کيږي چې نارينه خپلې ښځې ته درې ځله د طلاق لفظ وکاروي.

د رپوټونو پر اساس، د هندوستان حکومت په ۲۰۱۸م کال کې له داسې يو قانون څخه خبر ورکړ چې په هغه کې دغه دودیز طلاق جرم ګڼل شوی دی چې مرتکب کوونکی یې ممکن درې کاله زنداني شي.

خو میرمن اختر ليکلي دي چې دغه قانون د ښځو د ستونزو په کمولو کې مرسته نه ده کړې. په رپوټ کې ويل شوي دي چې يوازې مسلمانې ميرمنې نه، بلکې د ښځو د حقونو ملاتړ سازمانونه هم پر دغه قانون نيوکه کوي چې ګواکې دا د مسلمانو ښځو د بيچارګۍ او ستونزو د لا ډيريدو سبب شوی دی.

Zeenat Akhte
بلاګره، زینت اختر انځور: privat

رپوټ زیاتوي، که چيري د طلاقي شوي ښځې ميړه زندان ته واچول شي، نو بيا د هغې نفقه او مصارف څوک پرې کوي؟ آيا مسلمانې ښځې په ريښتيا هم دغه ډول يو قانون ته اړتيا لري؟ د دغو ښځو واقعي ستونزې دي؟ نوموړې ليکلي چې په دې اړه يې په شمال ختيځ ایالت ډيلي کې چې ډيری اوسیدونکي يې مسلمانان دي له ښځو سره خبرې کړي.

په وينا يې د دغو ټولو ښځو شکايت دا وو چې اساسي سهولتونه ته لاسرسی نه لري، په داسې حال کې چې د دوی غیرمسلماني هیوادوالې له هغو څخه برخمنې دي. دوی دا هم ويلي چې په روغتونونو کې هم ورسره د جنس او مذهب پر اساس، تبعيض کيږي.

دغو مسلمانو ښځو د«درې طلاقه» قانون په اړه ويلي دي چې دا د دوی ستونزه نه ده، بلکې د دوی تمه دا وه چې حکومت يې اساسي او واقعي ستونزو ته رسيدګي وکړي.

په ډيلي کې د اقليتونو کميسيون، د مسلمانو ښځو پر عمومي وضعيت او محروميتونو په تړاو يوه سروې ترسره کړې ده. په دغې سروې کې روښانه شوې چې مسلمانې ښځې له طلاق څخه نورې لوېې ستونزې لري. د دغې سروې موندنې ښيي چې د درې طلاقه پديدې استعمال په عمومي توګه په مسلمانانو کې رایج ده او دا عمل د اقتصادي لحاظه د بې وزلو مسلمانانو په منځ کې يوه کوچنۍ برخه ترسره کوي.

Indien | Neu-Dehli | Protest von Muslimischen Frauen
په هندوستان کې مسلمانې ښځې د لاریون پر وختانځور: DW/M. Javed

د تعليم په برخه کې هم دا خبره روښانه شوې چې په هندوستان کې ۳۶ سلنه ځوانې ښځې ليک لوست نه شي کولی. دوی د ټولنيزو ستونزو له وجې له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي. دغه وضعيت په مسلمان ميشتو سيمو کې لا خراب دی. په داسې سیمو کې د هغو ښځو شمیر چې تر لسانس کچې يې زدکړي کړي، يوازې ۱.۳ سلنه او د دوولسم پاسو، ۷.۸ سلنه دی.

د دوی اکثریت برخه په حکومتي ښوونځيو کې زدکړې کوي، چې هندي متوسطه ښوونځي دي. په تعليمي برخه کې د وروسته پاتې کيدو يو تر ټولو لوی لامل اقتصادي ستونزه ښودل کيږي چې دا په مسلمان ميشته سیمو کې هم ډيره ده. نجونې اوس هم د ټولنيزې ناخوالو له بيرې نه شي کولای د زده کړو په موخه له کوره ووځي.

ميرمن زینت اختر لیکي که څه هم د هندوستان حکومت ته د مسلمانو ښځو اصلي ستونزې معلومې دي، خو هغوی د اصلي ستونزو پرځای داسې يو کار کوي چې سیاسي ګټه يې پکې وي چې د مودي حکومت هم عين کار کړی دی. هغه وايي د نریندا مودي حکومت خپله سیاسي ګټه په درې طلاقه قانون کې ولیده په داسې حال کې چې په هندوستان کې د مسلمانو ښځو د ستونزو د حل اصلی لار، د تعلیم ډګر ته د هغوی راوستل او خپلواکه پريښودل دی.

دویچه وله ا/م.ک.ص./ن.ز.

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: