1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي بند افغانان په سخت حالت کی ژوند کوي

۱۴۰۰ مهر ۱, پنجشنبه

په سونو هغه افغانان چي هند ته د درملي له پاره تللي ول اوس په دغه هيواد کي بند پاته دي. هلته ځيني ناروغ افغانان حتی مړه سوي او هلته خاورو ته سپارل سوي دي. له ډيرو سره پيسې هم نسته او ډېر سخت حالت ګالي.

https://p.dw.com/p/40k8L
Indien Delhi | Afghanen in Indien gestrandet
انځور: Raziya Mosawi

ډېر افغانان خپل ناروغان د درملني له پاره هندوستان ته بیايي. خو په دغو شپو او ورځو کي په هند کي د بند پاته سوو افغانانو د خراب حالت په هکله له غمه ډک رپوټونه لاس پر لاس کیږي.

د روان ميلادي کال د اګست مياشتي پر ۱۵مه نېټه کله چي طالبانو افغانستان ونیو، د ناروغو کسانو په شمول شاوخوا ۱۵۰۰ افغانان په هندوستان کي بند پاته سول. دغه افغانان له ډیرو مشکلاتو لکه پیسو له کمښت سره مخامخ دي او خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو په هیله دي.

د کابل اوسیدونکی شیرآغا په داسي حال کي چی ستونی يې له ژړا ډک دی او خپل درې کلن ماشوم يې په غیږ کی نیولی وایی: «زه د خپل درې کلن ماشوم له پاره د دوو ورځو له پاره راغلی وم. د کابل تر سقوط وروسته لاري بندي سوې. یوه نیمه میاشت کیږي چي درې کلن ماشوم مي پرته له موره دلته دی. دلته د هندوستان حکومت پروازونو ته اجازه نه ورکوي.»

یو بل سړی چي اوښکي یې له سترگو بهیږي زیاتوي چي خپله ناروغه مېرمن يې له لاسه ورکړې ده او مجبور سوی چي مړی يې په هند کي ښخ کړي. هغه وايي: «میرمن مي سرطان درلود. ۱۷ ورځي مخکی وفات سوه. پیسې می نه درلودې چي مړی مي په یخچال کي ساتلی وای. په پردي هیواد کي مي ښخه کړه. اوس د خوراک له پاره پیسې نه لرم. د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوم چي زموږ سره مرسته وکړي تر څو خپل هیواد ته ستانه سو.»

بشیر د کابل یو بل اوسیدونکی دی چي په هندوستان کي بند پاته دی. هغه وايي چي یوازي د زده کړي یوه پروگرام له پاره هندوستان ته راغلی وو: «د یوه آموزشي پروگرام له پاره د یوې شپې له پاره هند ته راغلی وم او د هند حکومت موږ ته د خروج اجازه نه راکوي. غواړم چي موږ ته د یوه بل هیواد له لاري اجازه راکړي تر څو افغانستان ته ستانه سو.»

یوه سپین سرې ښځه چي په سرطان اخته ده وايي چي حتی خپل د اطاق د کرايي پیسې نه لري.

«یوازي مي د ۱۲ یا ۱۳ ورځو پیسې درلودې. د خدای له پاره یوه لار پیدا کړی. پرون يې له کوره وایستلم. پر سړک باندي پاته یم»

افغان خبریاله راضیه موسوي چي د افغانانو په ډله کي په هند کي بند پاته ده، دویچه ویلي ته وويل چي ټولو دغو افغانانو په قانوني ډول او ویزې په لرلو سره هندوستان ته سفر کړی دی او غواړي بیرته افغانستان ته ستانه سي.

«موږ د دې غوښتنه لرو چي ډیر ژر راته د بیرته ستنیدو زمینه برابره سي. ډېر افغانان د خپلو اطاقونو د کرایې او حتی خوراک پیسې نه لري.»

د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته، ملکي پروازونه په ټپه ودریدل او تر اوسه افغانستان ته له بشردوستانه او طبي مرستو بار الوتکو پرته، یوازي ایران او پاکستان ته محدود ملکي پروازونه له سره پیل سوي دي. معلومه نه ده چي د هند او افغانستان ترمنځ پروازونه به کله پیل سي.

دغه افغانان له هندوستان او افغانستانه غواړي چي حتی که د مځکي له لاري هغوی ته د سفر زمینه برابره سي هم آماده دي چي خپل هیواد ته ستانه سي.

هغوی وايي چي له یوې میاشتي راهیسي د هندوستان د حکومت، طالبانو او په هند کي د افغانستان د سفارت او همدرانگه نړیوالو بڼسټونو له خوا د هغوی د ستونزو د حلولو له پاره هیڅ ډول اقدام نه دی سوی.

GP/NZ/SHI