1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

هند: ګردوارو هم لمونځ کوونکو ته خپلې دروازې پرانیستي دي

۱۴۰۰ آبان ۲۸, جمعه

تر یوه هندو سوداګر وروسته اوس سکانو هم مسلمانانو ته په خپل عبادتځایونو کې د جمعې لمانځه ادا کولو وړاندیز کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر هندو ډلو په میدانونو کې د جمعې لمانځه ادا کولو اجازې ضد کمپاین پيل کړی دی.

https://p.dw.com/p/43Da6
Indien Neu Delhi | Coronavirus | Essensversorgung
انځور: DW/S. Chabba

د نوي ډهلي په اطرافو کې د هریانه ګروګرام سیمه له تیرو څو اونیو راهیسې د مذهبي تاوتریخوالي مزکز ګرځیدلی دی. د جوماتونو د کمښت له کبله سیمه ایزو چارواکو د دولتي ملکیتونو په میدانونو کې د جمعې لمانځه د ادا کولو اجازه ورکړې وه، خو تر سپټمبر میاشتې وروسته سیمه ایزو او د نورو سیمو افراطي هندوانو یې پر ضد کمپاین پيل کړی دی.

کله چې مسلمانان د حکومت له خوا ورته په ټاکل شویو ځای کې د جمعې لمانځه ادا کولو له پاره را ټولیږي، نو تشدد خوښوونکي هندو ډلې د مسلمانو د عبادت اخلالولو له پاره هر ممکنه کوښښ کوي. په دې ترڅ کې د جی شري رام شعارونه هم ورکول کیږي او پر تقریرونو سربیره ډولونه هم غږول کیږي.

په لومړي سر کې سیمه ایزو چارواکو مسلمانانو ته په ۳۸ ځایونو کې د جمعې لمانځه ادا کولو اجازه ورکړې وه، خو بیا د افراطي هندو ډلو تر اعتراضونو وروسته یي په ۸ ځایونو کې د لمانځه ادا کول منع کړل.

مظاهره کوونکي وایي تر څو پورې چې په ټولو میدانونو او پارکونو کې په بشپړ ډول د جمعې لمانځه پر ادا کولو بندیز نه وي لګول شوی، دوی به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي.

دوې اونۍ مخکې دغو هندو ډلو د مسلمانانو د لمانځه په دغه ځای کې «ګوردهن پوجا» کړی و چې په هغې کې د غویي د خوشايي عبادت کیږي. په دې ترڅ کې د «بي جي پي» یو سیاستوال کپل مشرا، هم هلته موجود و چې په ډهلي کې مذهبي تاوتریخوالي ته په لمن وهلو تورن دی.

تیره اونۍ له جمعې یوه ورځ مخکې د لمانځه ادا کولو ځای په خوشایانو ولړل شو او په همدې ځای کې د والیبال د میدان جوړولو اعلان هم وشو.

یوه هندو سوداګر اکشی یادو، دغه وضعیت ته په کولو سره مسلمانان ته د خپل کور پر پام او دوکان کې د لمانځه ادا کولو وړاندیز وکړ.

د چهارشنبې په ورځ بیا د سکانو سیمه ایزو ډلو مسلمانانو ته په خپلو ګردوارو کې د جمعې لمانځه د ادا کولو وړاندیز وکړ. د شري ګرو سنګه سبا، د ګردوارې مشر شیردل سنګه سدهو، وویل: «هغه څه چې روان دي، موږ پکې خاموشه نندارچیان نه شو پاتې کیدای.»

سدهو وویل: «حکومت مسلمانانو ته د لمانځه ادا کولو له پاره ځای ورکړ، خو اوس یې هلته څوک لمانځه ته نه پریږدي. د دې په لیدلو سره موږ ته غوسه هم راځي او تکلیف هم راکوي. موږ په دې چلند نه پوهیږو.» هغه زیاته کړه: «د ګردوارو دروازې به د لمونځ کوونکو پر مخ خلاصې وي.»

جاوید اختر/ نوی ډهلي: ش.ن/ ن.ز