1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

هند: دوه تنه چې د بیزوګانو په مرسته یې غلا کوله نیول شوي

۱۴۰۰ فروردین ۲۲, یکشنبه

د هند پولیسو په نوي ډهلي کې دوه تنه نیولي دي چې د خپلو بیزوګانو په وسیله یې غلا او د خلکو جیبونه وهل. په هندوستان کې د لسګونو کلونو راهیسې د بیزوګانو ښکار منع دی.

https://p.dw.com/p/3rqNP
Indien - Affenplage auf den Straßen Neu Delhis
انځور: picture-alliance/dpa/N. v. Wysiecki

د نوي ډهلي پولیسو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې دوه تنه هغه وخت ونیول چې بیزوګانو یې په یوه ریکشا کې له یوه کس څخه ۶۰۰۰ هندي روپۍ غلا کړې.

د پولیسو په وینا په دریم غله پسې لټون دوام لري او بیزوګانې یې د حیواناتو د ساتنې ځانګړي ځای ته انتقال شوي دي.

د پولیسو په رپوټ کې راغلي دي چې غله له خپلو بیزوګانو سره په یوه ریکشا کې سپاره شوي وو، په کومه کې چې د دوی تر ختلو مخکې یو وکیل هم ناست وو. غلو یوه بيزو په مخکې او بله بیزو یې په شاتني سیټ کې کښینوله او وروسته له دې چې له وکیل څخه یې پيسې غلا کړي، له ریکشا څخه ښکته شول.

Nepal Affen werden gefüttert
د لسګونو کلونو راهیسې په هندوستان کې د بیزوګانو ښکار منع دیانځور: Narayan Maharjan/picture alliance / NurPhoto

د دغه کس تر شکایت وروسته پولیسو غله او ورسره همکارې بیزوګانې د بسونو په یوه تمځای کې ونیول.

پولیس اټکل کوي چې کیدای شي دغه غله په دې ښار کې په نورو غلاګانو کې هم لاس ولري چې د بیزوګانو په وسیله ترسره شوي دي.

په نوي ډهلي او د هندوستان په نورو لویو ښارونو کې بیزوګانې مزاحمت کوونکي حیوانات بلل کیږي، ځکه دوی د خوړو ترلاسه کولو په خاطر تل د خلکو کورونو ته ننوځي او پر خلکو حملې کوي.

په هندوستان کې له ۱۹۷۲ م کال راهیسې د بیزوګانو پر ښکار بندیز لګول شوی دی. یو شمیر بیا پر سړکونو د هنر ښکاره کولو په موخه دغو بیزوګانو ته روزنه ورکوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص