1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: بزگرانو د پوليسو موانع ماتې کړي او ډهلي ته داخل شوي

۱۳۹۹ بهمن ۷, سه‌شنبه

په هند کې په زرګونو بزګرانو چې د کرهنیزو اصلاحاتو پر وړاندې یې اعتراض کړی، د ټراکټورونو په مرسته د پولیسو امنیتي موانع ماتې کړي او پلازمینې ته داخل شوي دي. اعتراض کوونکو په نوي ډهلي کې له پوليسو سره شخړه هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/3oR2t
Indien Traktor Rally Zusammenstöße mit Polizei
انځور: Syamantak Ghosh/DW

په هند کې په همدې ورځ د جمهوریت ورځې مراسم لمانځل کیدل چې له همدې امله پولیسو د اعتراض کوونکو بزګرانو پر وړاندې اوښکې بهونکی ګاز وکاره څو نوي ډهلي ته د دوی د ننوتلو مخه ونيسي.

پولیسو تر دې وړاندې د نوې ډهلي ښار ته راغلې ډیرې لارې د کانټینرونو او لویو موټرو په مرسته تړلې وې خو د معترضو بزګرانو د ټراکټرونو کاروان دغه امنیتي موانع له منځه یوړې چې له امله یې پولیس اړ شول چې له اوښکې بهونکي ګازه کار واخلي.

یو شمیر اعتراض کوونکي د هغې څلور لارې درې کیلو مټرۍ ته هم ورسیدل چیرته چې لومړي وزیر نريندرا مودي او د هند نورو لوړ پوړو چارواکو د جمهوریت د ورځې د لمانځنې مراسمو کې د پوځي رسم ګذشت او د پوځي الوتکو د الوت ننداره کوله.

مودي مراسمو ته د راغلو خلکو پر وړاندې لاس پورته کړ او مخکې له دې چې د معترضو بزګرانو له کوم چلند سره مخ شي خپل د اوسیدو ځای ته یی ځان ورسوه. له شپږو کلونو را پدیخوا د بزګرانو اعتراضونه د هند اوسني حکومت ته لویه ننګونه ده.

لسګونه زره بزګرانو له نومبر میاشتې را په دیخوا د ډهلي په یوه څنډه کې د هغه قانون پر وړاندې اعتراضي  کمپونه وهلي چې د کرهنیزو توکو د تولیداتو مارکیټونه تنظیموي.

د صنعتي ټولنو مشران وایي دا قانون د خصوصي تولیدونکو لپاره زمینه برابروي چې کرهنه د اقتصاد مهمه برخه وګڼي او خصوصي کرهنه د خرڅلاو هغه سیسټم ته برابره کړي چې بېې یې حکومت ټاکي.

چارواکو هوکړه کړې وه چې بزګران اجازه لري وروسته د جمهوریت د ورځې له لمانځنې له خپلو ټراکټورنو سره لاریون وکړي خو اعتراض کوونکو لږ تر لږه د پولیسو څلور امنیتي موانع ماتې کړې او ښار ته دننه شول.

Indien Traktor Rally Zusammenstöße mit Polizei
د هند بزگران د کرهنیزو اصلاحاتو پر ضد احتجاج کويانځور: Syamantak Ghosh/DW

د بزګرانو د يوې کمیټې مشر ساتنام سینګ پانو وایي بزګران په کافي پیمانه تدارکات لري اود اړتیا په صورت کې کولی شي خپل اعتراضونه یو کال ته وغځوي ځکه د خلکو کلک ملاتړ ورسره دی .

په یوې څلور لارې کې خلکو د بامونو له سره د اعتراض کوونکو پر سرونو ګلان شیندل او یوشمیر نورو بیا د هڅونې لپاره لاسونه ښورول او له کاروان سره ملګري کیدل.

د نريندرا مودی حکومت وایي په کرهنېزه برخه کې د اصلاحاتو قانون سره په کلیو او لرو پرتو سیمو کې د خلکو عاید لوړیږي. هغوی ادعا کوي چې بزګران د اپوزیسیون د گوندونو له خوا لمسول کیږي.

د حکومتي چارواکو او کرهنیزو ټولنو تر منځ لس ناستې هم شوي دي چې هر ځل بې پایلې پای ته رسیدلي دي. بزګرانو له حکومته غوښتي چې نوی قانون لغوه کړي خو حکومت د ۱۸ میاشتو ځنډ وړاندیز کړی.

د ممبي او بنګلور په ښارونو کې هم کوچني لاریونونه وشول. د بزګرانو د اتحادیو مشران وایي چې لوې اعتراضونه او لاریونونه به د فبرورۍ په لومړۍ نیټه کوي. په پام کې ده په دې ورځ حکومت خپله کلنۍ بودیجه اعلان کړي.

زموږ له آرشيف څخه: