1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې افغان مهاجرو ته د تذکرو ویش پېلیږي

۱۳۹۹ آذر ۱۳, پنجشنبه

په مونشن کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي دي چې سیاسي نمایندګۍ به یې ډیر ژر افغان مهاجرو ته د تذکرو ویش پیل کړي. د تذکرو ویش به، په زرونو افغان مهاجرو ته آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/3m9wO
Afghanistan Einführung Ausweispapiere
انځور: DW/S. Sirat

د آلمان په مونشن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د هيواد سیاسي نمایندګۍ به يې احتمالا تر دوو اوونیو پورې په آلمان کې میشتو افغان مهاجرو ته په مستقیم ډول د تذکرو د توزیع بهیر پېل کړي.

د قونسلګرۍ په خبره هغه افغانان چې د تذکرې غوښتونکي دي سر له اوسه کولی شي چې په آنلاین بڼه د تابعیت د تذکرې فورمې ډکې کړي او دغه قونسلګرۍ ته یې واستوي.

په ۲۰۱۵م کال کې اروپا ته د مهاجرت څپې له پيل راهیسې په لسونو زره افغانان هم آلمان ته راغلي دي چې زیاتره یې د هویت سند او تذکره نه لري. تر اوسه هغه مهاجرو چې پاسپورت او تذکره یې نه لرل په آلمان کې د هویت د تثبیت په برخه کې له لوی مشکل سره مخامخ ول او د تذکرې اخیستل ډیره سخته چاره وه.

هغه افغان مهاجر چې د تابعیت تذکره و نه لري، مجبوره دي چې په آلمان کې د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې د غیابي تذکرې غوښتنه وکړي او بیا وروسته د کورنۍ غړی یا وکیل یې په افغانستان کې کارونه خلاص کړي. زیاتره وخت دغه کار ډیر وخت نیسي او جنجالي دی. پر دې سربیره هغه مهاجر چې په افغانستان کې خپلوان ونه لري دغه بهیر ورته ښایي ډیر سخت وي.

په مونشن کې د افغانستان جنرال قونسل صفت الله رحیمي، له انفو مایګرنت پاڼي سره چې د دویچه ویله همکاره رسنۍ ده، په خبرو کې ویلي دي چې له دې وروسته مهاجر کولی شي په لسو ورځو کې د تابعیت تذکره په آلمان کې د افغانستان له سیاسي نمایندګیو ترلاسه کړي.

د دغه قونسلګرۍ د یوې اعلامیې له مخې، په آلمان کې د افغانستان په سیاسي نماينده گيو کې د تذکرو په ویش سره د ځینو هغو خلکو مخه هم نیول کیږي چې د وکیل په نامه یې له دغه بهیره ګټه او سوء استفاده کوله.

د مونشن په قونسلګرۍ کې سرچینو انفو مایګرنت ته ویلي دي چې څو شرکتونه او کسان چې په جعلي ډول به یې آن پاکستاني اتباعو ته تذکرې ویشلې د آلمان د پولیسو په مرسته نیول شوي دي.

د افغانستان د دغه سیاسي نمایندګۍ د معلوماتو له مخې اوس ۲۸۰ زره افغان مهاجر په آلمان کې ژوند کوي. د مونشن قونسلګرۍ د مسئولینو په خبره کې د قونسلګرۍ د مراجعینو ورځنی شمیر شا او خوا ۳۰۰ کسانو ته رسیږي.

په مونشن کې د افغانستان د جنرال قونسل په وینا افغان مهاجرو ته د تذکرې او پاسپورت په آنلاین کیدو سره به د دغه قونسلګرۍ د مراجعینو شمیر هم کم شي.

یوازې د روان میلادي کال په لسو میاشتو کې ۱۴۰۰۰ پاسپورتونه، لس زره غیابي تذکرې او ۲۸۰۰ حقوقي سندونه په مونشن کې د افغانستان په سیاسي نمایندګۍ کې خلکو ته توزیع شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب