1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستاني ځوانان له خپل هيواد څخه ولې په تېښته کې دي؟

۱۴۰۱ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

په پاکستان کې د کډوالۍ او هېواد دباندې روزګار ادارې په وينا تېر کال له ۸ لکه او ۳۲ زره څخه ډېر پاکستاني ځوانان له خپل هېواد وتلي دي او دا شمير د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱م کلونو په پرتله کابو درې چنده زيات دی.

https://p.dw.com/p/4Mtmh
Pakistan Smog in Lahore
د لاهور َښار آرشيف انځورانځور: Rana Sajid Hussain/Pacific Press Agency/imago images

د بيورو آف اميګرېشن اېنډ اوورسيز په حواله تېر کال د مخکنيو کلونو په پرتله درې چنده زيات ځوانان د روزګار په تلاښ کې له پاکستان څخه نورو هيوادونو ته تللي دي. د کارپوهانو په وينا د پاکستان سياسي او اقتصادي کړکېچن وضعيت د نورو لاملونو تر څنګ د ځوانانو د تېښتې مهم دوه لاملونه دي. په وينا يې پاکستاني ځوانان په خپل هېواد کې د ځان لپاره د ښه آينده هيلي نه لري. له خپل هيواد پاکستان څخه د ځوانانو د مايوسۍ اندازه له هغه نظر پوښتنې له پايلو څخه څرګنديږي چې د ياد هيواد د انسټي ټيوټ آف ډيويلپمنټ اکنامکس په نوم ادارې له خوا تر سره شوې ده.
د پيښور په يوه جومات کې ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

د يادې نظر پوښتنې له مخي ۳۷ سلنه پاکستانيان نه غواړي په خپل هيواد کې پاته شي. د دا ډول نظر لرونکو څخه د ۱۵ او ۲۴ کالونو تر منځ عمر لرونکو کچه ۶۲ سلنه ياده شوې ده.

خو په دومره زيات شمېر پاکستاني ځوانان ولې غواړي چې له خپل هيواد څخه ولاړ شي؟ له پاکستان څخه د ځوانانو د تېښتې اغېزې به پر کورنيو او د دغه هيواد پر اقتصاد څنګه وي؟ په دغه هيواد کې د ځوانانو لپاره د روزګار بهتر امکانات څنګه رامنځته کېدلای شي؟ د آلمان ږغ دويچه وېله اردو څانګې له کارپوهانو او له هيواد څخه تللو ځوانانو څخه پر يادو موضوعاتو د هغوی نظرونه وپوښتل.

«تقريبا ۷ مليونه پاکستاني ځوانان بېروزګاره دي»

د پاکستان د مالي چارو پخوانی وزيز حفيظ پاشا وايي چې له پاکستان څخه د هجرت له لويو وجوهاتو څخه يوه وجه «بې روزګاري» ده. نوموړي د دويچه وېله سره په خبرو کې زياته کړه: «د کاري قوې له مخې پاکستان د نړۍ په تر ټولو پياوړي هيوادونو کې شمېرل کيږي خو په خپله په هيواد دننه کې د دغو کاريګرو لپاره کار نشته. وضعيت داسي دی چې دمګړی ۷ مليونه پاکساني ځوانان بې کاره دي. تر ټولو لوی لامل همدا دی چې ځوانان په مخ په زياتېدونکې توګه د هغو هيوادونو پر لور حرکت کوي چېري چې د روزګار امکانات ورته پيدا کيږی.»
پاکستانۍ کلداره تر سخت رکود وروسته ثبات پیدا کوي

د سياسي چارو کارپوه او د بزګرانو او مزدورانو د ګوند عمومي سکرتر ډاکتر تيمور رحمان د آلمان ږغ دویچه وېله اردو څانګې ته وويل: «په نوره نړۍ کې د ژوند معيار د بهتره کېدو په حال کې دی ملګر له بده مرغه چې زموږ سياسي او اقتصادي فضا د نه منلو وړ د لا بدتر کېدو په حال کې ده. په دې ترڅ کې ځوانان د روزګار د نشته والې له کبله د سختې ناډاډمنتيا سره مخامخ دي. هغوی ولې په داسي هيواد کې واوسيږي چېرې چې هغوی ځان ته خوندي راتلونکی نه ويني.»

د قيمتونو جګوالی او ټيټ معاشونه

د کډوالۍ او له هيواد څخه دباندې د روزګار لپاره د پاکستان انستيتيوت د اعمارو له مخې له پاکستان څخه په تلونکو ځوانانو کې په زرونو د عالي تحصيلاتو لرونکي ډاکټران، انجينيران او د نوي ټيکنالوژۍ خاوندان دي.

ډاکټره عايشه له هغو ۲۴۶۴ ډاکټرانو څخه يوه ده چې تېر کال يې خپل هيواد پاکستان پرې ايښی دی. هغې د آلمان ږغ سره په خبرو کې وويل: «ما له يوې خصوصي پوهنځي څخه د ډرماټولوژۍ پا پوستکي د ناروغيو په برخه کې بريليک ترلاسه کړ. پر دغه تحصيل باندې ما تقريبا لس مليونه پاکستانۍ کلدارې مصرف کړې. ما دا احساس کاوه چې زما مور او پلار زما د تحصيل د فيس ادا کولو لپاره څومره زيات تکليف پر ځان منلی و. ما غوښتل چې د تحصيل پوره کولو وروسته مې مور او پلار او ځان ته يو هوسا ژوند برابر کړم. خو کله چې مې د کار په بازار کې قدم کښېښود نو د بدترين ژور خفګان سره مخامخ شوم.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونه

د عايشې په وينا د هغوی په ټوله ولسوالي کې د ډرماټولوژۍ صرف يو دولتي پوست موجود و. هغه زياتوي: «له مايوسۍ څخه ما و خصوصي کلينيکونو ته مخه وکړه. هلته مې په ډېر مشکل يو کار پيدا کړ چې په مياشت کې يې معاش ۵۰ زره روپۍ وې. ما حساب وکړ چې که زه راتلونکي ۱۸ کاله کار وکړمنو بيا به د ادا شوو خپل پوهنتون د فيسبونو په اندازه پيسې راغونډې کړلای شم. ما پرېکړه وکړه چې له پاکستان څخه ولاړه شم. اوس امريکا ته زما د راتګ څلور مياشتې تېرې شوې دي. زه ډېره خوشاله يم. دلته زما معاش درې چنده زیات دی.»

د اقتصادي چارو کارپوه او د پاکستان د «انسټي ټيوټ آف ډيويلپمنټ اکنامکس» استاد وقار شيرازي وايي: «د پاکستاني روپۍ قيمت ډېر راکم شوی دی او له کبله يې د خريد قوت راکم شوی دی.»

هغه زياتوي: «په پاکستان کې په کافي اندازه باندې کار کوونکي شته دي چې له هغوی ناوړه ګټه پورته کيږي. که انفلاسيون نه وي نو بيا کمه تنخوا هم کافي ثابتېدلای شي. له بل اړخه له هيواد څخه دباندې په ډالرو، يورو يا درهم باندې معاش ورکول کيږي چې هغه په مستقيمه توګه څو چنده زیات راځي.»

د پاکستان پر اقتصاد به يې اثرات څه وي؟

د ډاکټر حفيظ پاشا په وينا «په پاکستان کې د ځوانانو شمېر زيات دی او د هغوی هجرت د تشويش خبره نه ده. کله چې هغوی خپلو کورنيو ته له بهر څخه پيسې رالېږي نو نه يوازي د هغوی کورنيو بلکه د پاکستان اقتصاد ته يې هم ګټه رسيږي.»
پاکستان له روسيې څخه په ارزانه بیه تيل واردوي

وقار شيرازي وايي: «موږ و بهر ته د لېږلو لپاره صادارت نه لرو نو همدغه ځوانان چې لېږو هغه هم غنيمت دی. خو له هيواد څخه دباندې څخه راتلونکې مالي مرستې هيڅکله هم په دوامداره توګه د اقتصاد د استحکام سبب نشي کېدلای.»

د ټولنيزو چارو کارپوه عمال علي وايي: «د ځوانانو سره هم انرژي وي او هم ارمانونه وي. که هغوی په خپل هيواد کې وړ امکانات پيدا نکړي نو بيا هغوی داسي هيواد د ځان لپاره غوره کوي چېري چې بهتر امکانات ورته برابر وي.» د هغه په وينا د ځوانانو لپاره د روزګار بهتره امکانات هغه وخت برابرېدلای شي چې سياسي او اقتصادي وضعيت قوي او مستحکم وي.

ډويچه وېله اردو/ا.ا./ب.ص.