1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

۸۵ کلنه ښځه د مړینې تر اعلان لس ورځې وروسته کور ته راغله

۱۳۹۹ بهمن ۷, سه‌شنبه

په هسپانیا کې يوه ۸۵ کلنه ښځه چې په کرونا ناروغۍ اخته شوې وه، د «مړينې او تدفین» اعلان لس ورځې وروسته خپل کور ته راستنه شوې. کورنۍ يې وايي د اعلان له مخې هغه لس ورځې مخکې مړه او ۹ ورځې مخکې خاورو ته سپارل شوې هم وه.

https://p.dw.com/p/3oQlT
Spanien | Coronavirus | Impfungen
انځور: Alvaro Calvo/Getty Images

د هسپانيا پلازمينه مادريد څخه د خپرو شوو رپوټونو په حواله، د «لاووز دې ګالیسيا» په نوم ورځپاڼې وايي، دغه میرمن د هسپانيا په شمال کې پروت کوچني ښار، زووي کې ژوند کوي. هغه د زړو افرادو په يوه هستوګنځای کې اوسیده چې هلته په کرونا ناروغۍ اخته شوې وه او بيا په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې وه.

د رپوټونو په حواله، دغه ميرمن او خاوند يې دواړه تقاعد شوي کسان دي او په يوه ګډ کور کې اوسيږي. د جنوري مياشتې په منځ کې هغه روغتون چې دغه زړه ښځه پکې بستر وه، د هغې کورنۍ ته خبر ورکړی وو چې هغه مړه شوې او سبا به خاورو ته وسپارل شي.

د جنازې او تدفین په مراسمو کې د ګډون ممانعت

د دغې ښځې نوم روګيليا بلانکو ښودل شوی دی. د بلانکو کورنۍ د هغې د مړينې خبر په اوريدو سخت خپه شوي ول، خو هغوی د لګول شوو کرونايي محدوديتونو له کبله اجازه نه درلوده چې د هغې د جنازې او تدفين په مراسمو کې ګډون وکړي.

د روگيليا بلانکو په ظاهري مړينې تر ټولو ډير د هغې خاوند غمجن شوی وو. خو د هغه ميرمن ۹ ورځې وروسته (د جنوري په ۲۳مه) په خپله خپل کور راستنه شوه. د رپوټونو له مخې، د روګيليا بلانکو خاوند د خپلې ښځې په لیدو ډير خوښ شو او بیا يې خپلو خپلوانو ته هم خبر ورکړ چې روګيليا ژوندۍ ده.

وروسته روښانه شوه چې د هغې د مړينې په خبر کې د روغتون کارکوونکو تيروتلي وو. په اصل کې يوه بله د ډير عمر ناروغه ميرمن چې نوم يې تقریبا د روګيليا بلانکو نوم په څير وو مړه شوې وه. د روغتون کارکونکو پر هغې د روګيليا بلانکو ګمان کړی وو او د اصلي مړې شوې ښځې پر ځای يې د روګيليا د مړينې خبر ورکړی وو.

د غلط خبر خپرولو بښنه

تر دې وروسته د روګيليا خاوند، رامون بلانکو د «لاووز دي ګالیسيا» ورځپاڼې ته وويل: « کله چې ما ته زما د ميرمن د مړينې خبر راکړل شو نو هيڅ باور مې نه کيده، خو ما هره ورځ ډير وژړل. زه اوس ډير خوښ یم چې ميرمن مې ژوندی ده او بيرته کور ته راغلې.»

په زووي ښار کې د «سان روزيندو فاونډيشن» چې د زړو افرادو هستوګنځايونه مدیریت کوي او اړوند روغتون له روګيلیا بلانکو او د هغې له کورنۍ څخه د خپل غلط خبر خپرولو له امله بښنه غوښتې ده. دوی نه يوازې د هغې د مړينې خبر ورکړی وو بلکې د هغې د تدفين نيټه يې هم ښوولې وه.

دویچه وله اردو/م.ک.ص./ب.ص.