د آلمان د تر ټولو ښکلو کلاګانو انځورونه
په منځنيو پيړيو کې په آلماني ژبې ويونکو سيمو کي شا او خوا ۲۰ زره کلاګانې ابادې شوي دي. دغو کلاګانو د بيلا بيلا سیمو د واکمنانو ځواک تضميناوه. اوس تر سلونو کلونو وروسته يې ډيري لږ پاتې او د سیلانيانو سیمې دي.
هوهن تسولرن
د هوهن تسولرن کلا ښه هوا ډيره په زړه بورې ده. دغه کلا د آلمان په بادن وورتمبرګ ايالت کي واقع ده او لوړوالې يې ۸۵۵ متره دی. دا کلا په آلمان کې د سیلانيانو له مهمو ځايونو څخه ګڼل کيږې او په دغه هېواد کې له هغو ۱۰۰ سيمو څخه ده چې سیلانيان خپلې خواته جزبوي.
وارتبورگ
واتنبورګ د آلمان مهمه کلا ده چې په ۱۰۶۷م کال کې د دغه هيواد ختيځ تورینګن ايالت په آيسباخ ښار کي ودانه شوی ده. دغه کلا په ۱۵۲۱م کال کي د آلماني کشيش مارتين لوتر د تېښتې ځاي و چې د آلمان د قيصر له قار او غضب سره مخ شوې وو. وارتنبورګ په ۱۹۹۹م کال کې د يونسکو له خوا د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په ليست کې ثبت شوه.
لاوناشتاین کلا
د لاونشتاين کلا په ۱۲مه ميلادي پيړۍ کي په ۵۵۰ متره لوړوالي کي ودانه شوي. لاونشتاین د آلمان د بايرن ايالت په شمال کي اباده شوي ده.
د نورنبرگ کلا
د نورنبرګ کلا په منځنيو پيړنو کي په سلونو کلونه د روم پاچايانو د اوسیدلو مقر وو. دغه کلا ته په دويمه نړيوالې جګړه کي ډېر سخت زيان ورسيد، خو وروسته په خپله تاريخې بڼه بيا ورغول شوه.
التس کلا
د التس کلا انځور د آلمان پخوانيو پنځه سوه مارکي نوټونو باندي کښل شوې چې د آلمانيانو له پاره د دغه کلا د ارزښت ښکاروندی ده. دغه کلا د ۱۲ مي ميلادي پيړۍ په پیل کې د راينلند - فالتڅ ايالت په لوړ ځای کې ودانه شوې او اوس مهال د سیلانيانو د ليدلو له پاره د علاقي وړ ځای دی.
بورګهاوزن کلا
بورګهاوزن د ګینس په کتاب کې "د نړۍ کلا" په نوم نومول شوي ده. دغه کلا د آلمان په سویل کې په همدي نوم د آلپ غرونو په لمن کې ودانه شوي او د هغه وخت د پاچاهانو ناستون وو.
مارکزبورگ
د آلمان براوباخ ښار په لوړه سیمه کي مارکزبورګ کلا ودانه شوې ده. ويل کيږې چې دغه کلا د ۱۲ميلادي پيړۍ په لومړيو کي جوړه شوي ده. دغه کلا ته هيڅکله زيان نه دی رسیدلی او په دغه سیمه کي په منځني ډول ۲،۳ کيلومتره کي يوه کلا ودانه شوي ده.
راينشټاين کلا
د "راينشټاين کلا" د "ميتل راين" په سيمه کي واقع ده. دغه کلا ته د لومړي ځل له پاره په ۱۳۲۳م کال کي اشاره شوي. په ۱۸۲۳م کال کي دغه کلا چې ويجاړه شوې وه بیرته وپيرل شوه او بيا ورغول شوه.
په کوخم ښار کې رایشزبورگ کلا
په آلمان کي د کوخم ښار د "موزل" سیند پر غاړه رايشزبورګ تر ټولو ستره کلا او د دغه ښار يوه نخښه ده. د دغه کلا د ودانيدلو تاريخ په دقيق ډول معلوم نه دی، خو ويل کيږې چې د ۱۱۰۰ ميلادي کلونو په شا خوا کي ودانه شوي او په ۱۷مه م پيٍړۍ کي ويجاړه شوې ده. په ۱۸۷۷م کال کي د برلين ښار يو اوسیدونکي پيرلي او بيا يې رغولي ده.
د آلتنا کلا
يوه آلماني ښوونکي ريچارد شیرمان، په ۱۹۱۴م کال کي د نړۍ ځوانانو له پاره لومړنې د خوب ځای په دغه ودانۍ کې ورغاوه. دغه کلا چې له ۸۰۰ کلونو زیات لرغونتوب لري د آلمان په نورد راين ويستفالن ايالت کي واقع ده او په ۱۹۱۸م کال کې بيا رغول شوې ده.
نوربورگ
نوربورګ کلا د دولسمې ميلادي پيړۍ په لومړیو کي په ۶۲۸ متره لوړوالي کي ودانه شوې ده. د دغې کلا ډيره برخه په ۱۶۸۹م کال کي د فرانسوي ځواکونو له خوا ويجاړ شوه. د کلا بيا رغول د ۱۸۴۶ او ۱۸۷۸ کلونو په منځ کي ترسره شول. دا کلا د آلمان په راينلند فالتڅ آيالت کې واقع ده او په ۱۹۵۳م کال کې د نړۍ د فرهنګي میراث په ليست کې شامله شوه.
زاتسوای کلا
د آلمان په نوردراين ويستفالن ايالت کې د زانتسوای کلا واقع ده. دغه کلا چې شا او خوا يې اوبو نیولې، په ډير ښه ډول يې د اوبو پر وړاندي مقاومت کړی دی. د زاتسوای کلا په ۱۲مه ميلادي پيړۍ کي ودانه شوي ده.
مرزبورگ کلا
د مرزبورګ کلا په آلمان کې د اوسيدلو له پاره تر ټولو لرغونې کلا ګڼل کيږي. دغه کلا چې د دې هېواد د "بودنزه" په سیمه کي واقع ده، په اومه ميلادي پيړۍ کې ودانه شوې ده. آلماني شاعر آنته هولرهوف د خپل ژوند په وروستيو کلونو کي په دې کلا کې ژوند کوو او په ۱۹۴۸م کال کي پکي ومړ.
بنتهایم
د بنتهايم کلا ودانول له ۱۰۲۰م کال څخه پيل شو. دغه کلا چې د ډبرو پر سر ودانه شوې، د آلمان نيدرزاکسن ايالت په "باد بنتهایم" ښار کي واقع ده. دغه کلا اوس هم د بنتهايم ـ شتاين فورت کورنۍ په ملکيت کي ده او له هغې څخه د موزیم په توګه کار اخيستل کيږې.