1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خيبر پښتونخوا کې درمسال ته چا اور اچولی؟

۱۳۹۹ دی ۱۱, پنجشنبه

په خيبر پښتونخوا کي په غوسه خلکو نه يوازي دا چي د هندوانو په درمسال کي ټول شيان مات کړل، بلکي اور يې هم ورته واچاوه. ځايي مذهبي شخصيتونه دې کار ته په هڅونه تورن سوي دي.

https://p.dw.com/p/3nP1R
Pakistan Hyderabad Hindu Tempel
انځور: Jan Ali Laghari/Pacific Press/picture alliance

د پاکستان په غربي ايات خيبر پښتونخوا کي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰ کال د دسمبر ۳۰مه) د کرک په سيمه کي واقع پر يوه مندر يا درمسال بريد وسو. دا معلومات ځايي چارواکو ورکړي دي.

ويل سوي دي چي په دغه زوړ مندر کي تر اور لګولو مخکي په غوسه خلکو د مندر دننه سامانونه مات کړي دي. د دغه مندر دننه د څيزونو د ماتولو او ورڅخه د پورته کېدونکي لوګي انځورونه او ويډيوګاني پر سوشل ميډيا خپرې سوي دي.

ځايي پوليس، رحمت الله وزير، رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چي ځينو ځايي مذهبي اشخاصو ويلي ول چي غواړي د درمسال د توسيعي کار پر ضد سوله ايز احتجاج وکړي. خو د دغه پوليس چارواکي په وينا کله چي د احتجاج پر وخت مذهبي مشرانو پاروونکي بيانيې ورکړې نو په غوسه حاضرينو درمسال ته اور واچاوه.

په پاکستان کي د بشري حقونو وزيري، شيرين مزاري پر ټويټر پاڼه د دغه پيښي غندنه کړېده. هغې پر ايالتي حکومت ږغ کړی دی چي دا خبره يقيني کړي چي د دغې پيښي مسؤلين ونيول سي. هغې زياته کړې ده چي دا د حکومت وظيفه ده چي د ټولو اتباعو او د هغوی د عبادتځايونو خونديتوب يقيني کړي.

په عيني حال کي د اړونده ولسوالۍ د پوليسو مشر، عرفان الله خان د پنجشنبې په ورځ رويټرز خبري آژانس ته وويل چي د يادي پيښي په ترڅ کي يې ۹ مشکوک کسان نيولي دي.

پر کوم درمسال چي بريد سوی دی، هغه د تير قرن په سر کي جوړ سوی خو په ۱۹۹۷م کال کي هم د په غوسه احتجاج کوونکو له خوا زيانمن سوی وو. د پاکستان ستري محکمې په ۲۰۱۵م کال کي د دغه درمسال د بېرته جوړولو حکم کړی وو.

په پاکستان کي د هندوانو د کونسل مشر او د حکومتي ګوند پارلماني وکيل، رميش کمار د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه پيښه د غندنې وړ ده. د هغه په وينا د دغې پيښي پر ضد به احتجاج وکړي. هغه وويل: «موږ به پر درمسال د بريد په غبرګون کي د پاکستان د سترې محکمې مخي ته احتجاج وکړو.» د هغه په وينا ياد درمسال په پاکستان کي د هندوانو له پاره يو له تر ټولو مقدسو مذهبي ځايونو څخه دی.

د هندوانو د حقونو له پاره کار کوونکي فعال، کپل ديو وايي: «دا لومړی ځل نه دی چي دا ډول يو بريد کيږي. له بده مرغه په پاکستان کي په تيرو پنځو کلونو کي د مذهبي او ديني لږکيو پر ضد نه زغم لا زيات سوی دی او د هغوی پر عبادتځايونو بريدونه زيات سوي دی.»

په پاکستان کي په ټوليزه توګه تقريبا ۸۰۰ زره هندوان ژوند کوي چي اکثر يې په سيند ايالت کي دي.

د روان ميلادي کال په جولای مياشت کي د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي هم پر داسي يوه درمسال بريد سوی وو چي تعميراتي کارونه یې روان ول. هغه وخت د بخښنې نړيوال سازمان د پاکستان پر حکومت ږغ کړی وو چي د هندوانو د مذهبي حقونو او د هغوی د عبادتځايونو خونديتوب يقيني کړي.

ص.ز./ا.ا./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب