1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماس: فکر نه کوم چې د بايدن بریا سره هر څه ښه شي

۱۳۹۹ مهر ۲۶, شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير وايي باور نه لري چې د امريکا په انتخاباتو کې د جو بايدن احتمالي بريا سره هر څه «له سره ښه» شي. هایکو ماس په عین حال کې وويل چې د ترمپ په دوره کې د اتلانتيک دواړو غاړو اړيکې ډيرې پيچلې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3k4Y2
Deutschland I Fragestunde BT - Heiko Maas -  Bundesregierung
انځور: Uwe Koch/Eibner-Pressefoto/picture-alliance

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس وايي د امريکا په ولسمشريزو انتخاباتو کې ډیره جدي سيالي روانه ده خو ټينګار کوي چې پايلې ته يې کومه خاصه انديښنه يا هیله مندي نه لري.

ماس د شنبې ورځې په سهار (د اکتوبر ۱۷مه) په يوه مرکه کې وويل چې سپينې ماڼۍ ته د دونالد ترمپ په داخلیدو سره، د اتلانتيک د دواړو خواو ترمنځ اړيکي ډيرې پيچلې شوي دي.

هايکو ماس چې د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند څخه دی، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امريکا انتخابات که هغه ترمپ ګټي يا بايدن آلمان له پاره يې توپير څه دی، وويل: «د دونالد ترمپ په دوره کې په کراتو له مشورو پرته تصميمونه ونيول شول چې د برلين له پاره د تصور وړ نه وو.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير د بیلګې په توګه د ايران د اتومي پروګرام له توافق څخه د امريکا د ناڅاپي وتلو تصميم يادونه وکړه کوم چې په ۲۰۱۵م کال کې د ايران او پنځه جمع يو په نوم هیوادونو (امريکا، روسيه، چين، فرانسه، بريتانيا او آلمان) تر منخ لاسیک شو.

هايکو ماس هيله مندي وښوده چې د نومبر د دريمې انتخاباتو وروسته د امريکا او نورو هيوادونو تر منځ د اړيکو په څرنګوالی کې تغيير راشي، که يې ګټونکی ترمپ وي يا بايدن. 

خو په عين وخت کې د آلمان د بهرنيو چارو پخواني وزير، زيګمار ګابريل ويلي دي چې د امريکا د انتخاباتو د پايلو په اړه نبايد دومره ډير فکر وشي. هغه په يوه راډيويي مرکه کې ټينګار وکړ چې امريکا سره د اروپا برخلیک تړل، يو ناسم او بې معنی کار دی.

ګابريل چې پخوا د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند مشر وو، وويل: «ډیری ضعفونه چې اروپا يې په حاضر وخت کې له ځانه ښيي، د دونالد ترمپ له دورې څخه ډير زاړه دي او د اروپايانو په توګه زموږ مسئولت د هغو حل کول دي.»

خو ګابريل د دې ترڅنګ د ماس خبرو ته ورته نظر په بیانولو سره وويل «اکثره تمه لري چې د بايدن په ولسمشر کيدو سره هر څه بيرته ښه کيږي او دې سره به اروپايي هيوادونه وشي کړای ځانونه شاته او په خپلو مسائلو کې بوخت شي.» خو داسې يو څه به پيښ نه شي او متحده ایالات به په اوږدمهاله کې اروپا ته لږ ميلان ولري.

دویچه وله/م.ک.ص./م.ق.ن