1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هزارګان: طالبانو له خپلو ځمکو شړلي يوو

۱۴۰۰ مهر ۲, جمعه

په مرکزي افغانستان کې د هرازه مېشتو سيمو کروندګر وايي طالب جنګياليو له خپلو کورونو ايستلي دي. په خبره يې دغه کار د پښتنو زميندارانو په اشاره شوی چې غواړي حاصلات او زېرمې يې خپلې کړي.

https://p.dw.com/p/40oSq
 Alltagsleben der Hazara in Bamian
انځور: Ton Koene/imago images

 

په مرکزي افغانستان کې د هرازه مېشتو سيمو کروندګر وايي طالب جنګياليو له خپلو کورونو ايستلي دي. په خبره يې دغه کار د پښتنو زميندارانو په اشاره شوی چې غواړي حاصلات او زېرمې يې خپلې کړي.

محمد محقق چې د طالبانو له واکمنۍ راهيسې په تبعيد کې ژوند کوي، د اوونۍ په پيل کې دغه خبرداری په ټولنيزو رسنيو کې د يوه خپاره شوي ليک له لاري ورکړ. هغه وويل چې ۸۰۰ کورنيو ته د دایکنډي او روزګان ولايتونو په يوه لېرې پرته سيمه کې له کورونو څخه د وتلو امر شوی دی.

د فرانسې خبري آژانس له ځايي اوسېدونکو سره تماس نيولی دی چې نوموړو کسانو ورته دغه خبره تائيد کړې ده. هغوی له چارواکو څخه هيله هم څرګندوي چې ورسره مرسته وکړي. په تېرو دوو لسيزو کې هغوی په تېره د طالبانو او داعش له خوا په نخښه کړل شوي دي چې ورسره د مذهب له کبله اختلافات لري.

Mohammad Mohaqeq, Bildergalerie Präsidentschaftswahl Afghanistan
محمد محقق چې اوس په تبعيد کې ورځې شپې تېروي دغه موضوع په انترنت کې خپره کړې دهانځور: AP

يوه ځايي مشر د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې جنګيالي په ګيزاب ولسوالۍ کې له موټره کښته شول او خلکو ته يې وويل چې له کورونو څخه دې ووځي او دا چې په غيرقانوني توګه پکې اوسيږي. د هغه په خبره «مخابراتي شبکې هم په دغه کلي کې کار نه کوي.»

په تعبيد کې ژوند کوونکي محمد محقق د امين الله زبير له خوا لاسليک شوی يو ليک شريک کړی دی چې د طالبانو له خوا مقرر شوی د دایکنډي نوی والي دی. په دغه خط کې راغلي چې دغه ځمکه د حاجي ظاهر په نوم په يوه مشر پورې اړه لري او دا چې که څوک ورباندې دعوا لري، نو بايد محکمې ته مراجعه وکړي.

محقق وويل چې د طالبانو له خوا د خلکو د شړلو امر په حقيقت کې پرته له محکمې يوه پرېکړه ده. ځايي کليوال وايي چې د موضوع تر شا د ځواکمنو زميندارانو داسې يوه هڅه ده چې غواړي دوی له خپلو کورونو او حاصلاتو څخه بې برخې کړي.

يوه کليوال چې له نوم اخيستلو څخه يې ډډه کوله، ويلي دي چې دوی څلويښت کاله پخوا شاړو ځمکو ته کډه کړې وه او په حاصل خيزو ځمکو يې بدلې کړې وې چېرته چې اوس غنم او بادام کرل کيږي.

د مياشتې په پیل کې هم په زرګونو مظاهره چيانو چې د افغان پوځ منسوبين پکې شامل ول، په کندهار کې اعتراض وکړ ځکه چې طالبانو داسې پلان درلود چې له خپلو کورونو څخه يې وشړي. په غبرګون کې د کندهار والي دغه پروسه وځنډوله تر څو ځايي مشران ورباندې بحث وکړي.