1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو ځل بیا زرګونو پناه غوښتونکو امریکا ته پلی سفر پيل کړی دی

۱۳۹۹ دی ۲۸, یکشنبه

د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو پناه غوښتونکو د بهتره ژوند په لټه کې د امریکا پر لور پلی سفر پیل کړی دی. ګواتیمالا خپل هیواد ته په دومره لوړ شمیر کې د مهاجرو له داخلیدو سره بیړنی حالت اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/3o24P

Guatemala I Honduras Migranten
انځور: Sandra Sebastian/AP/picture-alliance

د هندوراس په سان پیدروسولا ښار کې د مرکزي امریکایي هیوادونو په زرګونو مهاجر راټول شوي وو، چې اوس يي د ښه ژوند په نیت د امریکا پر لور پياده یا پلی سفر پيل کړی دی.

د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه کې شاوخوا ۹۰۰۰ کسان د هندوراس له سرحد څخه په تیریدو ګواتیمالا ته رسیدلي دي.

د دغو پناه غوښتونکو لومړی منزل د ګواتیمالا او مکسیکو ترمنځ سرحد ته رسیدل دي چې نږدې ۲۵۰ کیلومتره واټن لري.

دغه وضعیت ته په کتلو سره د ګواتیمالا حکومت بیړنی حالت اعلان کړی او د پناه غوښتونکو د مسیر بندولو په خاطر یي پوځ ګمارلی دی. د ګواتیمالا حکومت د هندوراس له چارواکو څخه غوښتي دي چې د دغو زرګونو کسانو د قافلې مخه دې ونیسي.

د مهاجرت دلیل څه شی دی؟

دغه پناه غوښتونکي وایي چې دوی غواړي له بې وزلۍ، بې روزګارۍ او د جنایتکاره ډلو له تشدد څخه ځانونه وژغوري. د دغو پناه غوښتونکو په خبره په نومبر میاشت کې دوو سمندري توپانونو یې هر څه لمنځه وړي دي او دوی تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې خپل مالي تاوانونه جبران کړي.

د سره صلیب نړیوالې سازمان ویلي دي: «کووید ۱۹، ټولنیز نا انډولتوب، تشدد او اقلیمي آفتونه یوځای شوي دي او د مرکزي امریکا هیوادونه یي له یوه انساني ناورین سره مخامخ کړي دي.»

ګواتیما ته له رسیدو سره سم یو شمیر مهاجر تیک او پرک شول، ځنې په موټرو کې د خپل راتلونکي منزل پر لور روان شول. یو شمیر نور پناه غوښتونکي د پولیسو تر څار لاندې سرحد ته نږدې د لویې لارې ترڅنګ پلی مزل کوي. پر دغې لویې لارې د پولیسو پوستې هم موجودې دي، خو دوی په دومره لوړ شمیر کې د مهاجرو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

په ګواتیمالا کې د بیړني حالت اعلان

د هندوراس ګاونډی هیواد ګواتیمالا له مکسیکو سره ګډه پوله لري. ګواتیمالا او مکسیکو دواړو له امریکا سره د مهاجرو د مخنيوي په خاطر تړونونه لاسلیک کړي دي. ګواتیمالا د بیړني وضعیت په اعلانولو سره پولیسو ته له زور څخه د کار اخیستنې اجازه ورکړې ده.

بل لور ته مکسیکو هم په خپل سویلي سرحد کې د لوړې درجې امنیتي خبرداری نافذ کړی دی.

دغو پناه غوښتونکو د یوه کاروان په شکل کې د امریکا پر لور په داسې یو وخت کې خپل سفر پيل کړی دی چې ټاکل شوې ده په څو راتلونکو ورځو کې به د امریکا متحده ایالاتو نوی منتخب ولسمشر جوبایډن د جمهور رئیس په توګه سوګند وکړي.

د امریکا د برحاله ولسمشر دونالد ترمپ د سختو پاليسیو برعکس، جوبایډن د مهاجرت موضوع ته تر یوې اندازې په بشردوستانه نظر ګوري.