1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د گوانتانامو زندان

د گوانتانامو د خليج زندان د کیوبا په گونتانامو کمپ کې د امريکا متحده ایالاتو د پوځ يو زندان دی.

د گوانتانامو کمپ په ۲۰۰۲م کال کې د امريکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش له خوا د «ترهگرۍ ضد جگړې» په ترڅ کې جوړ شو. په دې زندان کې زندانيان بې له محاکمې د نا معلومې مودې له پاره ساتل شوي او يو شمیر یې شکنجه شوي دي. که څه هم چې د امريکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما د دې زندان د بندولو ژمنه کړې وه خو اوس هم څو تنه په دې زندان کې دي او نورو هېوادونو ته لا نه دي انتقال شوي. په دې پاڼه کې د گوانتانامو زندان په اړه د دويچه ويله مضمونه ليدلی شئ.