1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان:‌ د ۱۵۰ زره ناقانونه مهاجرو مخه مو نیولې

۱۴۰۱ شهریور ۱۳, یکشنبه

يونان وايي په روان کال کې یې د ۱۵۰ زرو څخه د زياتو کډوالو مخه نیولي چې د دغه هېواد پولو ته ور رسېدلي دي. د یونان د کډوالو وزیر وايي یوازې په اګست میاشت کې شاوخوا ۵۰ زره کسانو غوښتل یونان ته داخل شي.

https://p.dw.com/p/4GP3i
Europäische Flüchtlingspolitik | Grenze zwischen Griechenland und Türkei
انځور: Giannis Papanikos/AP Photo/picture alliance

يونان وايي په روان میلادي کال کې یې د ۱۵۰ زرو څخه د زياتو هغو کډوالو مخه نیولي چې د ځمکنيو او سمندري لارو څخه د دغه هېواد پولو ته ور رسېدلي دي. د یونان د کډوالو وزیر وايي یوازې په اګست میاشت کې شاوخوا ۵۰ زره کسانو غوښتل یونان ته داخل شي.
د یونان د کډوالۍ وزیر نوتيس ميتاراچي د الېفتېروس تيپوس ورځپاڼې ته ويلي دي چې «د کال له پيل راهيسې د ۱۵۴ زرو او ۱۰۲ غيرقانوني کډوالو مخه نيول شوې ده.» د هغه په خبره »تقريباً ۵۵ زرو يې هڅه کوله چې يوازې په اګست مياشت کې یونان ته داخل شي.»
د یونان د سرحدونو کنترول د يونان د محافظه پال حکومت له پاره لومړيتوب دی چې په ۲۰۱۹ کال کې قدرت ته رسېدلی دی او غواړي چې راتلونکی کال بېرته وټاکل شي. تېره مياشت حکومت اعلان وکړ چې غواړي د يونان او ترکيې تر منځ په ايوروس کې غځېدلی دېوال له اوس ۴۰ کيلومترو څخه ۸۰ کيلومتره نور هم پسې اوږد کړي. هغه همداراز غواړي چې د ګرمۍ کمرې ولګوي او ۲۵۰ نور پوله ساتي ځواکونه هم سيمې ته ولېږي. 

د اغزنو کټارو او مایوسي تر منځ ژوند

يونان د هغو خلکو اصلي هدف دی چې له افريقا او منځني ختيځ څخه تښتي او په اروپايي اتحاديه کې د ښه ژوند په لټه کې دي. په زرونو کسان د ترکيې له لارې له ايوروس سيند څخه تېريږي او د آژې د سمندر له لارې هم يونان ته د رسېدلو هڅه کوي. 
په دې ترڅ کې ګڼ شمیر خيريه موسسو په اتن باندې تور پورې کړی دی چې په غيرقانوني ډول کډوال په شا تمبوي يا يې په زور سره ترکيې ته بېرته شړي. خو د يونان محافظه کار حکومت دغه خبره تل رد کړې ده. ميتاراچي د يکشنبې په ورځ هم دغه خبره رد کړه چې يونان د کډوالو په جبري شړلو کې ونډه لري او پر ترکيې يې تور ولګاوه چې کډوال «په زوره ور ټېل وهي.»اروپا ته د مهاجرو د راتګ د مخنيوي نوي لارې چارې
اتن تېره مياشت هم پر ترکيې تور پورې کړی وو چې يوه ډله کډوال يې په زور سره د يونان يوه کوچني ټاپو ته ورټېل وهلي ول. د بشري حقونو ډلې په عين وخت کې وايي چې په ياده پېښه کې يو پنځه کلن ماشوم مړ شوی دی وروسته له هغه چې د يونان حکومت د څو ورځو په ترڅ کې دا خبره ردوله چې ياد مهاجر د يونان په خاوره کې موجود ول.    

آ/ن.ص./ا.خ.ح.