يونان ـ څلور افغانان په لس لس کاله حبس محکوم شول
۱۴۰۰ خرداد ۲۳, یکشنبهد موریا سوځيدلی کمپ د اروپا په سطحه د مهاجرو تر ټولو ستر کمپ ښودل شوی دی.
په خیوس کې محکمې تورن کسان پړ وګنل خو د هغوی مدافع وکیلانو بیا محکمه د «بې انصافۍ پر احساس» باندې ګرمه کړه.
مدافع وکیلانو د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دوی د حکم د صادريدو وروسته په سملاسي توګه په دې اړه د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
ځوان افغانان، محکمې ته له ولچکو سره راوړل شوي ول او تمه ده چې هغوی به له آتن څخه بهر د اولونا Avlona)) محبس ته چې دوی په کې تر محکمې مخکې ساتل کیدل، ولیږدول شي.
په مارچ میاشت کې دوه نور افغان مهاجر هم د دغې قضيې په تړاو په پنځو پنځو کلونو حبس محکوم شوی ول.
د آژه سمندرګي د لیسبوس په ټاپو کې د موریا کمپ د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر کې په دوو اورلګيدنو کې په بشپړه توګه وسوځيد. تر هغې د مخه په دغه کمپ کې له لس زرو ډير مهاجر اوسیدل. د اورلګیدنې په دغې پيښه کې چا ته د سر زیان نه وو اوښتی. یوناني چارواکو تر اورلګيدنې وروسته یو موقتي کمپ جوړ کړ. اوس مهال د آژه د پنځو ټاپوګانې په کمپونو کې شاوخوا ۱۰ زره مهاجر اوسیږي او تمه لري چې اصلي وچې ته انتقال شي. اروپايي ټولنې په لسبوس ټاپو کې د دايمي کمپ دجوړولو له پاره د ۲۷۶ ميليون يورو بودیجه تخصیص کړې ده او ورته سهولت په څلور نورو ټاپوګانې کي هم.
رسنیو ته د کرونا له کبله د محکمې سالون ته د داخلیدو اجازه نه ده ورکړل شوې. خو د محکمې مخې ته شاوخوا شل تنه چې اکثریت يې د پيوستون بهرنیو ډلو غړي ول، ولاړ ول او د تورنو د آزادولو غوښتنه یې کوله.
د مدافع وکیلانو وويل چې افغانانو سره عادلانه محکمه نه ده شوې.
هغوی ادعا وکړه چې د درو تورنو اسناد ښيي چې د هغوی عمرونه د نيولو پر وخت له ۱۸ کلونو څخه کم وو خو د کم سنه په توګه ونه وپيژندل شول.
د یونان په کمپونو کې د اصلي ګنجايش څخه څو برابره ډیر مهاجر ځای پر ځای شوي چې دغې مسئلې ډيری وخت بشري سازمانونو نیوکې له ځانه سره لرلي دي. په کمپونو کې د خورا بد وضعیت او ګڼې ګوڼې له کبله ډيری وخت د مهاجرو تر منځ د اخ و ډب رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
داسې ویل شوي چې دغه محکمه د یوه بل افغان مهاجر د شهادت پر اساس شوې ده هغه دغه شپږ کسان د پيښې عاملان ښودلي.
خو د مدافع وکیلانو په وینا چې شاهد نه د جمعې ورځې او نه هم د مارچ میاشتې په محکمې کې په محکمې حاضر نه وو.
تورنو کسان ادعا کړې چې پر دوی باندې شهادت ورکونکی د افغانستان له پښتون قوم څخه دی او دوی شپږ تورن کسان هزاره دي، چې پر وینا يې په افغانستان کې تر تعقيب لاندې دي.
اې اف پي/م.ک.ص./ا.ا.
sm-kan/wai