1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ څومره افغان همکارانو ته ويزې ورکړل سوي؟

۱۴۰۰ خرداد ۲۱, جمعه

په ۲۰۱۳م کال کي د آلمان پوځ د محلي کارکوونکو د منلو برنامې له تصويب راهيسي تر اوسه پوري ۳۴۰۰ کسان له افغانستان څخه آلمان ته راغلي دي. پر دې سربيره په وروستيو اونيو کي ۴۰۵ افغان همکارانو ته مثبت جواب ورکړل سوی.

https://p.dw.com/p/3uk5z
Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

په افغانستان کی د آلمان پوځ د ځايي کارکوونکو په اړه پوښتني په جواب کي د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت

ويلي دي چي په وروستيو ۸ کلونو کي ۳۳۹۴ کسان آلمان ته راغلي دي چي له دې ډلي څخه ۷۹۸ کسان يې ځايي کارکوونکي او ۲۵۹۶ کسان د هغوی د کورنيو غړي دي.

پر دې سربيره په وروستيو اونيو کي يا له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو د وتلو پروسې له پيل راهيسي د ځايي کارکوونکو د منلو پروسه چټکه سوې ده او تر اوسه پوري ۴۰۵ افغان ځايي کارکوونکو او د هغوی د کورنيو ۱۵۱۵ غړيو ته په آلمان کي د اقامت له پاره مثبت جواب ورکړل سوی دی. د آلمان د کورنيو چارو وزارت وياند د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي په پام کي ده دغه کسان به سره له جولای مياشتي له افغانستان څخه آلمان ته راسي.

په اوس وخت کي هغه کسان آلمان ته د راتګ له پاره خپله عریضه وړاندي کولای سي، چي په وروستيو دوو کلونو کي يې د آلمان د پوځ، بهرنيو چارو وزارت، د آلمان د ګډو پرمختيايي همکاريو بنسټ او یا هم له دریو آلماني مرستندویه بڼسټونو له یوه سره يې کار کړی وي. پر دې سربيره هغو افغانانو چي د آلمان له پوليسو سره يې کار کړی وي هم آلمان ته د تلو غوښتنه کولای سي.

د افغانستان د سولې بې برخلیکه وضعیت او د جګړو شدت

هر مستحق کس کولای سي خپل کوچنیان، میرمن او یا هم خاوند له ځانه سره آلمان ته راولي. خو که دوې ښځي ولري، يوازي يوه له ځانه سره بېولای سي.

هغه موضوع لا تراوسه حل سوې نه ده چي د هغو افغان همکارانو غوښتنليکونه دي وڅېړل سي که نه چي تر دغي دوه کلني مودې مخکي ئې له آلمانانو سره کار کړی دی. کارپوهانو او پخوانيو دیپلوماتانو په یوه پرانیستي لیک کي د پخوانیو افغان کارکوونکو پر ژر تر ژره منلو باندي ټینگار کړی. د هغوی په خبره طالبان يادو کسانو ته د «نظامي اشغال رژیم د ملاتړ کوونکو» په سترگه گوري او له همدې کبله په خطر کي دي.

Pressebild GIZ | Afghanistan Projekt in Badakhshan
په بدخشان کي د جي آی زید یوه پروژهانځور: Anna von Harnier/GIZ

همدارنګه څه د پاسه ۳۵۰۰ نور ځايي کارکوونکي هم سته چي زیاترو یې د آلمان د پراختيايي مرستو سازمان جي آی زید سره کار کړی او یا یې کوي. خو دا چي هغوی ټول به آلمان ته د راتګ لیوالتیا ولري تر اوسه لا معلومه نه ده.

د آلمان د پراختيايي مرستو سازمان جي آی زید په حواله، دا چي د هغوی څومره افغان کارکوونکي به آلمان ته د راتگ اجازه ترلاسه کړي، په دغه هیواد کي د وضعیت په پرمختگ پوري اړه لري.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله که د ټولو هغو افغانانو له پاره چي له ۲۰۱۳م کال راهیسي یې له آلماني پولیسو سره کار کړی، دغه کړنلاره عملي سي، نو د هغوی شمېر څه د پاسه ۱۰۰ کسان دي او د کورنۍ د غړو شمیر یې هم تر ۴۰۰ کسانو پوري رسیږي چي د آلمان د ویزې د ترلاسه کولو له پاره به خپله عریضه وړاندي کړي.

 GP/NZ/AG