انځورونه: په آلمان کې د پسرلي ښکلاوي
د ونو تازه ګلونه، د مرغانو آوازونه او د یخ او اوږد ژمي وروسته لومړۍ ګرمې، لمریني ورځې د پسرلي د پېل ځېری ورکوي. په دې انځوریز البوم کې په آلمان کې د پسرلي د ښکلاو انځورونه کتلای شئ.
پوتسډام، براندنبورګ
په ټوله نړۍ کې د ګیلاس ګلونه د پسرلي او تودوخې د پیل نښه ده. دلته په پوتسډام کې د سنټ نیکولاس کلیسا مخې ته د ګیلاس ونو د ګلونو ښکلی نندارتون شتون لري. د پوتسډام ښار او سانسوسي پارک کې پلي تگ له خونده خالي نه وي.
هوهن یزار سیمه، براندنبورګ
په پسرلي کې د لمر وړانګې منظره روښانه کوي او د میوو ونې وده کوي. لکه دلته د هوهن یزار په کوچنۍ سیمه کې چې د آلمان او پولنډ له پولې دومره لرې نه ده. کله چې تاسو دې سیمې ته ننوځئ، د پسرلي اغیزې هر ځای لیدل کیدی شي.
کوډلینبورګ، زاکسن انهالت
د لنډ مهاله ګلونو او د مینځنۍ پیړیو میراث تر مینځ په زړه پوري تضادونه په پسرلي کې د زاکسن-انهالټ ایالت په کوډلینبورګ کې لیدل کیدی شي. دا ښار چې ښې ساتل شوې او د کوندلنبورگ شتیفت Kudlinburg Stift کلیسا (په عکس کې) لري دا د ۱۹۹۴ راهیسې د یونیسکو نړیوالو میراثونو په فهرست کې شامل شوی دی.
د ورلیتز پارک، زاکسن انهالت
د ډیساو ښار ته نږدې د ورلټز پارک شاهي باغ هم د یونیسکو د کلتوري میراثونو په لیست کې دی. دا پارک د اتلسمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې جوړ شوی و. د سنټ پیټر کلیسا د ۶۶ مترو برج له لوړوالي څخه (د عکس په مینځ کې) کولی شئ د دې پارک او شاوخوا عالي لید ولرئ، په ځانګړي توګه په پسرلي کې.
درسدن
دا ښار که پسرلی وي یا نور موسمونه، د پیړیو راهیسې د انځورګرانو لپاره زړه راښکونکی دی. د ایلبه په اوږدو کې د دریسدن د زاړه ښار په لور یو لید چې د (فراونکرشه)، هوفکیرشه او هوزمنتورم د ښځو کلیسا (له کیڼ څخه ښیې) اړخ ته معلومیږې ټول د ايلبه په سيمه کې له لېرې د گيلاس د ونو له گلانو سره سینګار شوې.
فرانکفورت ام ماین
له البه څخه تر ماین پورې. د فرانکفورت د لوی ښار شاوخوا منظرې هم په پسرلي کې له رنګونو ډکې وي. د تاونوس، د ټيټ اړتفاع د غرونو لړۍ فرانکفورت ښار ته نږدې موقعیت لري، او دلته ښکلي ګلونه د هر لیدونکي پام ځانته را اړوي.
د بایرن د شتارنبرګ جهيل
دآلمان په جنوب کې کله کله هوا ګرمه وي، د مثال په توګه کله چې ګرم باد وي. د الپ له غرونو څخه وچ باد د یوې شیبې لپاره د دوبي ژمنه کوي. لکه دلته د شتانبرګ په جهيل کې. دا ځای له مونشن څخه لرې نه دی.
اوبرستدورف، بایرن
د ژمي څخه پسرلي ته تګ په آلپ کې ښه لیدل کیدی شي. هغه وخت چې د پسرلي بوټي اوبرستدورف ته نږدې په دره کې غوړیږي، د الګو په څوکو کې ډیره واوره هم ليدل کیږي، کوم چې د ایسکي او غره ختلو لوبو لپاره مناسب موسم دی.
د کنسټانس (بودنزی) جهيل
د آلمان جنوب لویدیځ معمولا د دې هیواد ترټولو ګرمه سیمه ده. د کانسټانس په جهيل کې د پسرلي لومړۍ نښې څرګندیږي. لکه دلته د اوبرلنګن په سیمه کې، چې د آلپ څخه لیرې نه ده، او د دې سیمې اقلیم د کنستانس جھیل د قوي بادونو لخوا خورا اغیزمن کیږي. کنستانس یو مشهور سیاحتي ځای دی، په ځانګړې توګه په پسرلي او دوبي کې.
هانوفر
هانوفر د نیدرزاکسن ایالت مرکز دی چې په ښار کي د ډیرو باغونو له امله د آلمان یو له شنو ښارونو څخه شمیرل کیږي. په پسرلي کې د ګیئورګ په بڼ کي پکې ښکلې ګلونه لیدل کیدی شي.