په ټوله کې شاوخوا ۲۰ زره تنه له افغانستان څخه آلمان ته انتقال شوي | اروپا ته مهاجرت | DW | 22.04.2022

د دویچه ویله نوې پاڼه وګورئ

د dw.com بیټا بڼه تر اوسه پورې بشپړه شوې نه ده. ستاسې نظر د دې پاڼي په لا ښه جوړولو کې مرسته کولی شي.

  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

اروپا ته مهاجرت

په ټوله کې شاوخوا ۲۰ زره تنه له افغانستان څخه آلمان ته انتقال شوي

د آلمان د کورنیو چارو وزارت رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په ټوله کې شاوخوا ۲۰ زره تنه آلمان ته انتقال شوي دي. له دې ډلې ۳۰۳۷ تنه يي د آلماني سازمانونو او بنسټونو پخواني سیمه ایز همکاران دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د هغه رپوټ له مخې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړی دی د آلمان د پخوانیو سیمه ایزو همکارانو او کورنیو شمیر، چې تر اوسه پورې آلمان ته انتقال شوي دي ۱۳ زره ۸۶۳ تنو ته رسیږي.

سربیره پر دې د ۲۰۲۱م کال د اګست له نیمایي څخه د ۲۰۲۲م کال د اپریل تر نیمایي پورې ۱۱۱۵ هغه کسان چې په ځانګړي توګه له خطر سره مخامخ ول آلمان ته انتقال شوي دي. د بشري حقونو فعالان له ځانګړي خطر سره د مخامخو کسانو په لېست کې ځای لري. له خپلو کورنیو سره د دغو کسانو مجموعي شمیر چې آلمان ته راوستل شوي دي ۳۹۷۰ تنو ته رسیږي.

په دې توګه د هغو کسانو مجموعي تعداد چې د طالبانو لاسو ته د افغانستان تر سقوط وروسته آلمان ته انتقال شوي دي ۲۰ زره ۵۷۳ تنو ته رسیږي چې له دې ډلې ۱۹۵۸۰ تنه یي افغانان او ۶۵۳ تنه یي آلماني اتباع دي.

د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته آلماني پوځ په لومړي پړاو کې د پوځي تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې آلماني اتباع او یو شمیر افغانان تخلیه کړل. د تخلیي د عملیاتو وروسته هم د هغو افغانانو د سفر لړۍ دوام پیدا کړی دی چې په آلمان کې یي د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده.

خو پر دې سربیره هم ډیر شمیر پخواني سیمه ایز همکاران چې د پوځ او هم د دغه هیواد د پرمختیایي سازمانونو له پاره يي کار کړی وو، تر اوسه پورې نه دي توانیدلي له افغانستان څخه ووځي. د دغو کسانو ډیری یې د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې له ویرې مجبوره شوي دي چې پټ ژوند وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر