1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په تريیر ښار کې د بريد د قربانيانو شمير لوړ شوی

۱۳۹۹ آذر ۱۲, چهارشنبه

د آلمان په تريير ښار کې پر خلکو د موټر ور ځغلولو پېښې د قربانيانو شمير پنځو کسانو ته لوړ شوی. دا چې ولي يوه سړي خپل موټر د دغه ښار په مرکز کې پر خلکو ور ځغلولی، لا معلومه نه ده؟

https://p.dw.com/p/3m6LO
Deutschland Trier | Auto erfasst Fußgänger in Fußgängerzone
انځور: Harald Tittel/dpa/picture alliance

د راينلند فالڅ ایالت د کورنيو چارو وزير روګر ليونيڅ وويل: «دې پېښې ټول آلمان لړزولی دی. هغه زياته کړه چې عامل په همدفمنه توګه پر مخ تللی او په پياده رو کې یې پر خلکو موټر ور ځغلولی، څو خلکو ته زيان ورسوي. او دا کار یې په پراخه کچه کړی دی.»

ښاروال وولفرام لايبه د تريير له پاره تر دويمې نړيوال جګړې وروسته د يوې «تورې ورځې» څخه خبره وکړه. هغه زياته کړه: «د دې پېښې زغمل به وخت ونيسي. زه غواړم وپوهيږم چې ولې څوک داسې يو کار کوي، خو نه پوهيږم چې ځواب به ترلاسه کړم او که نه.»

د سه شنبې په ورځ د تريير ښار پخوانۍ دروازې پورتا نيګرا ته څېرمه يوه سړي خپل موټر پر لارويانو ور وځغلاوه او پنځه تنه يې ووژل چې يو د دوه نيمو مياشتو ماشوم هم پکې شامل دی. نور ۱۴ کسان ټپيان شوي چې له هغوی څخه اته سخت ټپيان دي.

د پوليسو په حواله د پېښې په اړه لومړی تلیفون د ماسپين پر کابو دوو بجو وشو. زياته شوې چې ۵۱ کلن عامل څلور دقيقې پر بېلا بېلو سړکونو موټر ځغلاوه څو تر مقاومت وروسته ونيول شو.

نامعلومه انګیزه

پر عامل به د قتل چې موټر یې پکې د وسلې په توګه کارولی وو، د اقامې دعوا وشي. نن، چهار شنبه به هغه د يوه قاضي په حضور کې حاضر کړل شي. د څارنوالۍ په حواله تر اوسه د «مذهبي، سياسي او يا ترهګریزې انګيزې» په اړه هيڅ معلومات په لاس کې نه شته. دغه په خټه آلمانی د تريير د زارس بورګ ناحيې څخه دی او تر دې دمخه هيڅکله په جرم کې ښکيل نه وو.

د څارنوال پيتر فريتسن په حواله د عامل د «رواني ناروغۍ» يو څه نښې شته دی. هغه زياته کړې چې نور معلومات به تر طبي معايناتو وروسته ترلاسه شي. پر دې سربيره ويل شوي چې عامل الکهول هم څښلي ول.

همدا راز ويل شوي چې دغه سړي په دې وورستيو کې د اوسيدانې کوم معلوم ځای نه درلود او نه یې هم د کورنۍ نزدي غړي لرل. موټر هم د يوه بل کس وو چې عامل پيژنګلوي ورسره درلودله، او له دې پېښې سره هیڅ تړاو نه لري.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل هم پر دې پېښه خواشيني څرګنده کړې ده. هغې وويل: «د تريير څخه دې خبر زه ډېره خفه کړم. زما خواخوږي له هغو انسانانو سره ده چې ناڅاپي او په بې دردرۍ سره ژوند ترې واخيستل شو. زه د هغوی په اړه هم فکر کوم چې سخت ټپي شوي دي او د ژر روغتيا هيله یې لرم.»

ب. ص/ ن.ز (afp, dpa)