رپوټ: آلمان د افغانانو د تخلیې په تړاو تر فشار لاندې دی
۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبهپه زرونو هغه افغانان چې په افغانستان کې د آلمان د پوځ د ماموريت پر مهال يې مرسته کړې وه، لا هم آلمان ته د انتقاليدو په انتظار دي. دا خبره د «فونکه» په نوم آلمانۍ رسنیزې ډلې د چهار شنبې په ورځ کړې ده.
دغه رسنیزې ډلې د آلمان د کورنيو چارو وزير له قوله ويلي چې آلماني چارواکو د څه نا څه ۲۵ زرو افغانانو د منلو پريکړه کړې وه چې په دې کې هغه کسان او د هغوی د کورنيو غړي هم شامل دي چې د آلمان د پوځ سره یې کار کړی دی.
زياته شوې چې له دوی څخه تر ۱۷ زور ډېر له افغانستان څخه د لويديځو هېوادونو د تخلیې د ماموريت پای ته تر رسیدو څلورو مياشتې وروسته هم له افغانستان څخه ايستل کیدو ته په انتظار دي.
په رپوټ کې نور څه راغلي؟
د آلمان په پارلمان کې کيڼ اړخه ګوند يوې پلټنې ته د آلمان د کورنيو چارو وزارت د ځواب په حواله آلمان تر اوسه د افغانانو څه نا څه ۲۴ زره او ۵۵۶ د منل کیدو غوښتنلیکونه تصويب کړي دي.
په دې کسانو کې د ۴۵۹۰ سيمه ایز همکاران او د هغوی د کورنيو ۱۹ زره او ۹۶۶ غړي هم شامل دي.
له دې ټولو کسانو څخه تر اوسه ۷۰۳۳ تنه آلمان ته رسيدلي دي. د رسنيو د رپوټونو په حواله په دې کې ۱۳۱۹ سيمه ایز همکاران او د هغوی د کورنيو ۵۷۱۱ غړي شامل دي.
د آلمان د کورنيو چارو برحالې وزيرې انه ګريت کرامپ ـ کارنباور د آلمان خبري آژانس ته په اپريل مياشت کې ويلي ول چې «د آلمان فدرالي جمهوريت دا خپل مکلفيت ګڼي چې په داسې حال کې چې موږ اوس له هېواده [افغانستان] وځو، دغه کسان پرته له محافظت څخه پر شا پرېنښوول شي.»
هغې ويلي ول چې له خپلو سيمه ایزو همکارانو سره مرسته په افغانستان کې د ماموريت درلودونکو ټولو نړيوالو ځواکونو مکلفيت دی.
کيڼ اړخه ګوند پر سست غبرګون نيوکې کوي
د آلمان د کيڼ اړخه ګوند غړی ګوکای اکبولوت وويل چې د افغانانو د دومره لږې برخې آلمان ته را انتقالول يوه ښه نتيجه نه ده. نوموړې د فونکه رسنيز ډلې سره په خبرو کې وويل چې دغه کسان سره له دې چې د افغانستان څخه د وتلو يوه موقع لري «په دغه هېواد کې ډېره ويره او ناامني بايد وزغمي.»
نوموړې د آلمان پر نوي حکومت او پر ټاکل شوي صدارعظم اولاف شولڅ هم غږ وکړ چې له افغانستان څخه د افغانانو د انتقال لړۍ چټکه کړي.
د آلمان پوځ هم د امريکا متحده ايالاتو او ناټو د خپلو نورو متحدينو په څېر واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته له کابل څخه د هوا له لارې د خپلو اتباعو د ايستلو لړۍ تر هغه چټکه سر ته ورسوله لکه لويديځو حکومتونو او پوځي چارواکو یې چې تمه لرله.
که څه هم چې ناټو متحدينو له افغانستان څخه د خلکو د را ايستلو له پاره ډېر وخت غوښت خو ولسمشر جو بايدن د بالقوه ترهګريزو بريدونو له کبله د ځواکونو د ايستلو له پاره د اګست د ۳۱ نیټې پر ضرب الاجل ټينګ ولاړ وو.
ب. ص/ خ.ح (DPA, Reuters, KNA)