1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پر پولو د پولیسو کنټرول د نیږدې ۷۰۰۰ کسانو مخه نیولې

احمد حکيمي | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۱۰, شنبه

د آلمان فدرالي پولیسو خبر ورکړی چې د آلمان پر پولو د پولیسو د کنټرول په نتیجه کې یوازې د اکتوبر په میاشت کې دغه هیواد ته د نژدې ۷۰۰۰ کسانو د داخلیدو مخه نیول شوې ده. دغه شمیر د تیرې سپتمبر میاشتې سره نیږدې برابر دي.

https://p.dw.com/p/4nbcl
د آلمان حکومت د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې له ګاونډیو ټولو هیوادونو سره پر پوله د کنټرول پریکړه وکړه.
د آلمان فدرالي پولیسو په اکتوبر کې آلمان ته د شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو د داخلیدو مخنیوی کړی انځور: Revierfoto/Revierfoto

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د نومبر میاشتې ۲۹مه) د آلمان فدرالي پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې د آلمان پر پولو د فدرالي پولیسو د ګزمو او کنټرول په نتیجه کې دغه هیواد ته د ۶۸۸۹ کسانو له خوا د ناقانونه داخلیدو هڅه او مخنیوی شوی دی. د شمیرو له مخې، دغه شمیر تر دې د یوې میاشتې پخوا له شمیرو سره نیږدې  برابرې دي.

د آلمان د فدرالي پولیسو د شمیرو له مخې د روان میلادي کال د مارچ او اګست میاشتو کې ۷۰۰۰ او ۷۸۰۰ داسې پیښې ثبت شوې چې پکې کسانو غوښتل په ناقانونه توګه آلمان ته داخل شي او فدرالي پولیسو یې مخه نیولې ده. د شمیرو په اساس، دغه کچه بیا په جنوري او فبروري میاشتو کې تر دې ټیټه وه یعنې په ترتیب سره ۶۹۰۶ په جنوري میاشت کې او ۵۹۹۸ په فبروري میاشت کې ثبت شوي دي.

تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې دغه شمیر د روان کال په سپتمبر میاشت کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د هغې پریکړې نتیجه ده چې فدرالي پولیسو ته یې د آلمان د ټولو پولو د کنټرول د پراخولو دنده وسپارله. تر دې وړاندې، د آلمان فدرالي پولیسو یوازې له پولنډ، چیک جمهوریت، اتریش او سویس سره پر ګډه پوله په موقت ډول کنټرول او ګزمې کولې. له ډنمارک، بلجیم، هالند او لوکزامبورګ سره د پولو کنټرول د آلمان د حکومت تازه پریکړه ده چې د تیرې سپتمبر میاشتې راهیسې عملي کیږي.

آلمان او د دغه هیواد ټول ګاونډي هیوادونه د شینګن زون غړي هیوادونه دي او دا په دې معنی چې په دغه سیمه کې د تګ راتګ له پاره ویزې ته اړتیا نه وي او خلک کولی شي په آزاد ډول له یو هیواد څخه بل هیواد ته سفر وکړي. د شینګن د قوانین له مخې، غړي هیوادونه کولی شي په موقت ډول پر خپلو پولو کنترول عملي کړي.

ه ډنمارک، بلجیم، هالند او لوکزامبورګ سره د پولو کنټرول د آلمان د حکومت تازه پریکړه ده چې د تیرې سپتمبر میاشتې راهیسې عملي کیږي.
تر دې وړاندې، د آلمان فدرالي پولیسو یوازې له پولنډ، چیک جمهوریت، اتریش او سویس سره پر ګډه پوله په موقت ډول کنټرول او ګزمې کولې.انځور: Sean Gallup/Getty Images

د آلمان د پولو کنټرول د شپږو میاشتو له پاره په پام کې نیول شوی دی خو د تمدید امکان یې هم شته دی. د بیلګې په توګه د آلمان او اتریش پر پوله د فدرالي پولیسو کنټرول  د ۲۰۱۵م کال په ترڅ کې معرفي شو خو د هغې مودې راهیسې لا هم ادامه لري.

د آلمان د فدرالي پولیسو د شمیرو له مخې، پولیسو د روان کال په ترڅ کې په مجموعي ډول ۷۱ زره او ۱۸۱ داسې پیښې ثبت کړي چې پکې کسانو په ناقانونه توګه آلمان ته د داخلیدو هڅه کوله او فدرالي پولیسو یې مخه نیولې ده. په تیر میلادي کال کې دغه شمیر بیا ۱۱۲ زره او ۲۰۱ پیښې ښوول شوې دي.

هغه کسان چې غواړي په ناقانونه توګه آلمان ته داخل شي، دوی له پولو بیرته لیږل کیږي خو هغه کسان چې په آلمان کې د پناه غوښتنه وکړي بیا د پناه غوښتنې د دوسیې تر پریکړې پورې کولی شي په دغه هیواد کې پاته شي. په المان کې پناه غوښتونکي په عمومي ډول د پناه غوښتونکو مرکزونو ته انتقالیږي.