1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له افغانستان سره بشري مرستې کوي؟

۱۴۰۰ آبان ۲۸, جمعه

آلمان او هالند د طالبانو له حکومت سره د خلکو د بېړني بشري وضعیت پر ضد د مبارزې په ترڅ کې د مرستو ژمنه کړې ده. د افغانستان له پاره د آلمان او هالنډ ځانګړو استازو له ملا برادر سره هم لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/43DtD
Katar | Markus Potzel
انځور: Karim Jaafar/AFP/Getty Images

د پنجشنبې په ورځ ناوخته د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دواړه هیوادونه چمتو دي چې «د ژمي په موسم کې پراخه بشري مرستې وکړي.» په دې موخه جګپوړو آلماني او هالنډي دیپلوماتانو په کابل کې د طالبانو له استازو سره هم لیدلي دي.

په دغه پلاوي کې د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي یسپر ویک او د کابل له پاره ټاکل شوی د آلمان سفیر مارکووس پوتڅل او د افغانستان له پاره د هالنډ ځانګړی استازی اېمیل دي بونت، شامل وو. دغه پلاوي د طالبانو د رئیس الوزرا له لومړي مرستیال عبدالغني برادر، د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او همداشان د استخباراتي ادارې مشر عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په وینا «دواړو لورو د موضوعاتو په اړه د عملیاتي اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ» چې په ترڅ کې یې ګډ کار ممکنوي. زیاته شوې ده چې طالب استازو د نجونو او هلکانو تعلیم د ګډ لاس رسي ژمنه وکړه. همداشان ویل شوي چې طالبانو مرستندویانو ته د اړمنو کسانو سره د مرستې د رسولو په برخه کې د خونديتوب ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې امیر خان متقي د آلمان او هالنډ له ګډ پلاوي سره ملاقات وکړ. د هغه په خبره دغه پلاوي «د افغانستان له نوي حکومت سره پر بشري مرستو او راتلونکي سیاسي اړیکو خبرې وکړې او هم یې ژمنه وکړه چې داسې لارې لټوي، څو معلمینو او صحي کارکوونکو ته معاشات ورکړي.»

افغانستان تر ډېره پر بهرنیو مرسته تکیه دی، چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغه مرستې ډیرې راکمې شوي دي. ملګرو ملتونو په تکراري ډول په دغه هیواد کې له یوه بشري ناورین څخه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان نیمایي نفوس د لوږې له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه کوم هیواد په رسمیت نه دی پيژندلی. زیاتره هیوادونو د سختې اړتیا پرته له طالب سخت دریځو سره د هر ډول کار کولو څخه ډډه کوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې هر ډول مرسته د طالبانو له چلن سره تړاو لري. زیاته شوې ده چې طالبانو باید بشري حقونو ته پاملرنه وکړي، هغه افغانان چې له هیواد وتل غواړي هغوی ته د تګ اجازه ورکړي او د «نړیوالو ترهګریزو ګواښونو پر ضد مبارزه وکړي.»