ګرجستان؛ د مختلفو کلتورونو له ښکلاګانو څخه غني هیواد
ګرجستان د اروپا او آسیا په څلورلاره کې موقعیت لري. دلته د خلکو، کلتورونو او عنعنو په زړه پورې تنوع موجوده ده. په تاریخي دورو کې د مختلفو قومونو د واکمنۍ له کبله د کلاسیکي تمدن نښې نښانې دلته هرې خوا ته تر سترګو کیږي.
د بیلابیلو کلتورونو مرکز
ګرجستان د مختلفو کلتورونو، نسلونو او بیلابیلو مذهبونو درلودونکی هیواد دی. د قفقاز او تور سمندر ترمنځ پروت د دغه هیواد ښکلاء لیدونکي په حیرانتیا او تعجب کې اچوي. دغه هیواد ۳،۷ ملیونه نفوس لري.
پلازمېنه تبلیسي
تبلیسي ښار د ګرجستان کلتوري مرکز هم بلل کیږي. د پنځمې میلادي پیړۍ راهیسې دې ښار خپل تمدني ارزښت ساتلی دی. تبلیسي پر خپلې خاورې د روم، عربو، ترکانو، ایرانیانو او نورو فاتحینو حکومتونه لیدلي دي. روسانو په ۱۷۹۹م کال کې په ګرجستان برید کړی و او د شوروي اتحاد تر پای پورې یي دلته واکمني کړې ده. دې ټولو قومونو د خپل کلتور او تمدن آثار دلته پريښي دي.
پخوانی ښار او کلا
د ناریکالا په نوم کلا له خپل پخواني کلتوري شان او شوکت سره د ښار په يوه پخوانۍ برخه کې موقعیت لري. دې لویې کلا ته ډیر شمیر فاتحان راغلل او بیرته لاړل. دا کلا د تاریخ په اوږدو کې څو وار ترمیم شوې ده.
چیرې چې به پادشاه اوسیدوه
د کورا سیند په څنډه کې د میتیچي کلیسا له لیري څخه لیدل کیدای شي. دا سیند له تبلیسي څخه تیریږي. له دولسمې عیسوي پيړۍ څخه دا د پادشاهانو د اوسیدو ځای پاتې شوی دی.
د لمبلو ځایونه: د پيړیو پخوانی کلتور
ابانو تاباني ولسوالي چې د خپلو ګرمو اوبو د چینو په سبب ډیره مشهوره ده، د تبلیسي تر ټولو لرغونې سیمه ګڼل کیږي. له ۷۰۰ کلونو راهیسې له دې چینو څخه استفاده کیږي. په اولسمه پيړۍ کې دلته د ایراني طرز غسل خانې یا د لمبلو تشنابونه جوړ شوي دي.
د شوروي حکومت سل کاله
که تاسې د ګرجستان سفر ته لاړ شئ، تاسې کولی شئ په هر ځای کې د شوروي دورې پاتې شوني وګورئ. په هغو کې کورونه، فابریکې او نور یادګارونه شامل دي. ګرجستان تر ۷۰ کلونو پورې د پخواني شوروي یوه برخه وه. د ۱۹۹۱م کال په اپریل کې د دې هیواد ولس د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې د آزادۍ په حق کې رایه ورکړه.
د یونیسکو کلتوري میراث
د سمندر له سطحې څخه ۲۲۰۰ متره لوړوالي کې د «اشګولي» په نوم یوه ټولنه چې له څلورو کلیو څخه تشکیله شوې ده، د شپاړلسمې پيړۍ راهیسې دلته میشته ده. اشګولي په اروپا کې تر ټولو هغه لوړ ځای بلل کیږي چیرې چې په دوامداره توګه انسانان ژوند کوي او میشت دي. له ۱۹۹۶م کال راهیسې اشګولي د یونیسکو په کلتوري میراث کې شامل کړای شوی دی.
وردیزا: په غرونو کې یو ښار
له غارونو څخه جوړ وردیزا ښار کې نږدې ۵۰۰۰۰ کسانو ژوند کاوه. دا د ګرجستان په سویل کې واقع دی. دا په ۱۲ پيرۍ کې د ترکانو او ایرانیانو پر ضد د خپل دفاع له پاره جوړ شوی و.
میلمه پالنه او عنعنه
په ګرجستان کې د آذربایجان، ارمنستان، یهودانو او یوناني اتباعو ترڅنګ د نږدې شلو مختلفو نسلونو خلک ګډ ژوند کوي. دغو خلکو له خپل ځان سره خپل کلتور او رسم و رواج هم راوړی دی. بل لور ته د ګرجستان ځایي اوسیدونکي هم له خپل کلتور او عنعنوي دودونو سره ډیره مینه لري او د لمانځلو هیڅ چانس یي له لاسه نه ورکوي.