په فرانکفورت کي د چړې په برید کي ډیر کسان ټپیان سوي
۱۳۹۹ بهمن ۷, سهشنبهاعلان
دا خبر د فرانکفورت د پولیسو ویاند، توماس هولر باخ ور کړ. نوموړي په دې اړه وويل: «د تقریبأ نهه بجو په شاوخوا کي د یو جنايي کشمکش په ترڅ کي یوه شکمن کس د یوې چړې څخه کار واخیستی.»
ویل کیږي، چي دغه شکمن بریدګر نیول سوی دی. د پولیسو په حواله په دغه حمله کي څلور تنه زخمیان سوي، چي د درو تنو حالت یې خراب دی. د دغه برید علت لا تر اوسه پوري معلوم نه دی.
دا لا هم معلومه نه ده، چي بریدګر پر خپلو قربانیانو باندي په هدفمند ډول حمله کړې او که یې په عادي ډول هرڅوک چي مخته راغلی، ورباندي حمله کړې ده.
وروسته پولیسو د تویتر او لوډ سپیکرونو له لاري خلګو ته معلومات ورکړل، چي نور خطر متوجې نه دی. خو تر دې دمخه تر غرمې دمخه ډیر سړکان بند سوي ول. پر یوه سړک باندي د وینو نخښې تر سترګو کیدلې. همدارنګه د یوه کوچني دوکان یا قهوه خانې هنداري هم په وینو ککړي وې.