1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ومړ

۱۴۰۰ تیر ۱۰, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع پخوانی وزیر دونالد رامسفلد د ۸۸ کلنو په عمر ومړ. هغه پر عراق د جګړې يو له اصلي کسانو څخه بلل کېد او د هغه د دندې پرمهال پر افغانستان باندي د امریکایانو یرغل پیل سو.

https://p.dw.com/p/3vqgm
USA Ex- Verteigungsminister Donald Rumsfeld
انځور: Stephen Jaffe/AFP/Getty Images

رامسفلد د ولسمشر گیرالد فولد پر وخت له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۷م کاله پوري د دفاع وزیر وو. له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پوري د جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال هم د دفاع وزير وو.

نوموړي جمهوري غوښتونکي ته د عراق په جگړه کې د مهم نقش لوبونکي په سترگه کتل کیږي چي هدف یې د صدام حسین راپرځول وو. دغي جگړې درې نیم کاله دوام وکړ او تر هغه وروسته رامسفلد د بوش له خوا له دندي گوښه کړل سو.

د رامسفلد په وخت کي په امریکا متحده ایالاتو کي د سپتمبر د یوولسمي بریدونو په غبرگون، پر افغانستان باندي د امریکا متحده ایالاتو یرغل هم پیل سو.

د عراق په شان، رامسلفد افغانستان ته هم څه ناڅه کوچنۍ پوځي ډله واستوله. طالبان هم د صدام حسین په شان له قدرته لیري کړل سول. خو رامسفلد نه په عراق او نه هم په افغانستان کي د  نظم او عدالت پر راوستلو بریالی سو. همدارنگه د رامسفلد پر وخت د امریکا ځانگړو ځواکونو ونه سوای کولای، د سپتمبر د یوولسمي نېټې مهم مسؤل، اسامه بن لادن هم  ونیسي.

پر رامسفلد باندي له دې کبله نيوکي کېدلې چي د کیوبا په ګوانتانامو او د نورو ترڅنگ په عراق کي د ابوغريب په زندان کي له بندیانو څخه د تحقیقاتو پر وخت یې یوه شخړه ایز میتود ته چې د بشري حقونو فعلانو شکنجه بلله، اجازه ورکړې وه.

GP/NZ/AG