1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

د خارجيانو نظامي تجهیزات افغان امنیتي قواوو ته سپارل کیږي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۵, یکشنبه

د افغانستان لوړ رتبه چارواکي د خلکو څخه غواړي، چي د خارجي قواوو له وتلو څخه په اندیښنه کي نه سي. هغوی وايي، د یوه ملیارډ ډالرو په ارزښت د هغوي نظامي تجهیزات افغان امنیتي قواوو ته سپارل کیږي.

https://p.dw.com/p/3sXUO
US-Soldaten in Afghanistan
انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

د افغانستان د ملي امنیت رئیس افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې سفر تائیدوي او د دغه هیواد سره د بین المللي همکاریو څخه خبر ورکوي.

د ملي امنیت مشاور، حمدالله محب پرون شنبه (د اپریل میاشتي ۲۴ مه) د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال افغانانو ته ډاډ ورکړ، چي افغان امنیتي قواوي پر وضعیت باندي حاکمي دي. هغه وویل: «زه غواړم هم خپلو همسایه ګانو او هم خپلو خلګو ته اطمینان ورکړم، چي افغان امنیتي او دفاعي قواوي د دغه هیواد پر وضعیت باندي تسلط لري.»

د ناټو او امریکا د مالي او تخنیکي مرستو ادامه

محب همدارنګه ټینګار کوي، چي د افغانستان څخه د خارجي قواوو پر وتلو سربیره به د افغان امنیتي او دفاعي قواوو سره د هغوی مالي او تخنیکي کومکونه ادامه پیدا کړي.

محب په خپلو خبرو کي وویل، چي افغانستان په اوس حال کي ۶۳ جنګي طیارې لري، چي په واسطه یې هوايي قواوي د مځکنیو قواوو څخه په ټول افغانستان کي ملاتړ کولای سي.

Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

افغانان تشویش لري، چي د خارجي قواوو په وتلو سره به نه یوازي امنیتي حالت نورهم ډیر خراب، بلکه د هغوی نظامي اډې به ونړول او تجهیزات به یې پر همسایه هیوادونو باندي خرڅ سي. خو حمدالله محب په خپلو خبرو کي ادعأ وکړه، چي د خارجي قواوو ټوله تجهیزات به افغان امنیتي قواوو ته وسپارل سي. په خبره یې: «د یوه ملیارډ په ارزښت د هغوی ټوله نظامي تجهیزات د انتقال په دوره کي افغان امنیتي او دفاعي قواوو ته سپارل کیږي.»

په همدې حال کي د افغانستان لوی درستیز، یاسین ضیأ ویلي دي، چي امریکايي قواوي اوس یوازي په مزار شریف، بګرام او کابل کي پاته دي او د هغوی نوري ټولي اډې افغان امنیتي قواوو ته سپارل سوي دي.

د هغه په خبره خارجي قواوي هره ورځ د سلهاوو ميلیونو په ارزښت نظامي تجهیزات افغان امنیي قواوو ته سپاري او د یوې اونۍ تر تیریدو وروسته هم دغه پروسه دوام لري. ضیأ وویل،«لس ورځي دمخه هم موږ ته ۶ (ای ۲۹) جنګي طیارې وسپارل سوې.» چي په خبره به يې دغه پروسه همداسي دوام پیدا کړي.