1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهفنلنډ

فنلنډ: يو موټر چلوونکی ۱۲۱ زره یورو جریمه شوی

۱۴۰۲ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

د فنلنډ په آلنډ ټاپوګانو کې یو شتمن موټر چلوونکی د زیات سرعت له امله ۱۲۱ زره یورو جریمه شوی دی. خو دا د دې موټر چلوونکي لپاره لومړۍ جریمه نه ده، هغه مخکې هم دوه ځلي د جریمې پیسې پرې کولو ته مجبور شوی دی.

https://p.dw.com/p/4SF5j
Grenzschild zu Finnland
انځور: Peter Endig/ZB/picture alliance

په فنلنډ کې یو شتمن موټر چلوونکی د زیات سرعت له امله ۱۲۱۰۰۰ یورو (۱۲۹،۵۴۴ ډالر) جریمه شوی دی. د دې زیاتې جریمې دلیل دا دی چې په دې هیواد کې پر سړکونو د سرعت له حد څخه د سرغړونې جریمه د یوه کس د عاید پر بنسټ ټاکل کیږي. 

اړوند مطلب: المان: ولې یو کس پر موټر د z نښې په کښلو ۴۰۰۰ یورو جریمه شوی؟
جریمه شوی کس اندرس ویکلوف، د دوشنبې په ورځ د آلنډ ټاپوګانو د »نيا آلنډ« په نوم ورځپاڼې ته وویل: «زه واقعیا له دې قضیې څخه متاثره یم.»
هغه وویل چې خپله په دې پوهېده چې په داسې سړک کې چې وروستی سرعت یې په ساعت کې ۵۰ کیلومتره دی، هغه په ساعت کې ۷۰ کیلومتره موټر چلولی او د موټر د سرعت کمولو په حال کې وو، خو ژر تر ژره یې سرعت نه وو کم کړی.


په ورته وخت کې، هغه هیله څرګنده کړه چې هغه پیسې چې د جریمې په توګه ورکوي، د روغتیاي خدماتو په برخه کې وکارول شي.
پولیسو د شنبه په ورځ ویکلوف هغه وخت ودراوه کله چې نوموړي په داسې سړک کې چې په ساعت کې ۵۰ کیلومتره سرعت ته اجازه وه، خپل موټر ته په ساعت کې ۸۲ کیلومتره سرعت ورکړی وو. نوموړې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې پر دې جریمې سربیره د هغه د موټر چلولو جواز هم د لسو ورځو لپاره وځنډول شو.

د زیاتو جریمو اتل

دا لومړی ځل نه دی چې ویکلوف د غیرقانوني سرعت له امله جریمه کیږي. هغه په ۲۰۱۸ کال کې ۶۳ زه او ۶۸۰ یورو جریمه شو او پنځه کاله  وړاندې هم ۹۵ زره یورو جریمه شو چې دا خبر د رسنيو په سرټکو اوښتی وو.

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی
ویکلوف د آلنډ د اصلي اوسیدونکي په توګه د یوه هلډینګ يا سهامي شرکت مشر دی چې د سوداګرۍ، لوژستیک، هلیکوپټري خدماتو، املاکو او ګرځندوی سکتورونو کې پانګې لري. هغه د آلنډ ټاپوګانو تر ټولو بډایه شخص ګڼل کیږي او ځینې وختونه د دې سیمې د «سلطان» په نوم یادیږي.
af/pa (AP)