ولې آلمان په نړۍ کې د ليکنې تولیداتو ښه صنعت لري؟
ولې آلمان په نړۍ کې د لیکنې تولیداتو د صنعت په برخه کی مخکې دې؟ دري تاريخې پيښې او د آلمانانو خصوصيات په دي هېواد کي د ليکنې توليداتو د ودې سبب شوې. جزيات یې په دې انڅوريز رپوټ کې لوستلی شئ:
د ليکنې توکو په صنعت کې نوم
درې تايخې پيښې، يعنې صنعتي انقلاب، عمومي زده کړه (د ښوونځيو سيستم، د ميلونونو زده کونکو اړتیا قلم، کتابچې او پنسل ته) اود ادارو تشکيل او همدا راز په فابریکو کې د پرسونل د ادارو جوړیدل د دې سبب شول، چې په آلمان کې د ليکنې توکو صنعت وده وکړې. د دغه تولیداتو کيفیت لکه د آلمان د نور صنعت په څير د دې هېواد د نوښتګرو خلکو د خصوصياتو زيږنده ده.
فابر – کاستل "Faber-Castell"
د پنسل جوړولو فابریکه فابر کاستل په ۱۷۶۱م کال (۲۶۰ کاله پخوا) په نورنبرګ کې جوړه شوه او د دغې فابریکې رنګه پنسلونو نړیوال شهرت وموند. دغه فابريکه په کال کې د يو ميلیارد او ۸۰۰ ډول ډول پنسلونو او رنګه پنسلونو په توليد سره په نړۍ کې له وتلو توليد کونکو څخه ګڼل کيږې.
فابر – کاستل
د فابرـ کاستل کمپنۍ په نهم نسل کې اوس هم د دغه کورنۍ په واک کې ده. )(آنتون ولفګانګ ګراف فابر فون کاستل، د دغې کمپنۍ رئيس په ۲۰۱۶م کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.)
ادینگ "Edding"
په ۱۹۶۰ م کال کې کارل ويلهلم ادينګ يو قلم اختراع کړ چې په نوکه کې له پشم څخه کار اخیستې وو. دغه قلم ته په آلمان کي ادینګ واې. د ادينګ کمپنۍ او شرکت د لګا ماستر په نوم یوه مجموعه جوړه کړه، چې اوس د نړۍ ۷۰ هيوادونو ته ډول ډول پنسلونه او (توشونه) د کنفراسونو دايریدلو له پاره صادروي.
هرلیتس "Herlitz"
په ۱۹۰۴ م کال کې کارل هرليتس د ليکنې توليداتو شرکت هرلیتس جوړ کړ. دغه شرکت ۱۲ زره ډوله قلمونه او د لیکلو بیلا بيل توکي پلورې، چې ۶۰ سلنه يې د همدغه شرکت له خوا توليد شوي.
پلیکان، هرلیتس واخيست
د هرليتس شرکت تر ۱۹۹۶م کال پورې په هرليتس کورنۍ پورې تړلې وو چې وروسته بیا په يو سهامي شرکت بدل شو. په ۲۰۱۰ کال کې د پليکان کمپنۍ د هريلتس شرکت ونډه واخيسته او له ۲۰۱۴م کال راهيسې دغه دواړه شرکتونه په ګډه د ليکنې توکو يا لوازم التحریر په بازارکې حضور لری.
پلیکان "Pelikan"
کارل هورنه من چې پلار يې له بريتانیا او فرانسې څخه رنګ واردو، په کال ۱۸۳۸ م کې له پلار څخه سوداګري په ميراث کې واخيسته. هغه يو کيميا دان وو او د خپلو وارداتو په ځاي يې د رنګ په توليدولو پيل وکړ. يو بل کيميا دان د ګونتر واګنر په نامه په ۱۸۶۳ م کال کې د هغه د رنګونو تولید فابریکه واخیسته او د فابريکې ټولو تولیداتو باندې يې د خپلې کورنۍ نوم نخښه چاپ کړه.
لامی "Lamy"
ژوزف لامي په ۱۹۳۰م کال کې په هايدلبرګ کې د خپل خودکار قلم فابریکې بنسټ کښيښود. دغه فابریکه چې د لامي کورنۍ پورې اړه لري، په کال کې ۱۰ ميلیونه خودکار قلمونه تولیدوي او ۱۳۰ ميلیونه يورو خرڅلاو لري. د لامي خودکار په آلمان او نړۍ کي تر ټولو ډېر پلورل کيږې.
لیرا "Lyra"
ليرا د آلمان د نورنبیرګ په ښار کې تر ټولو لرغونې د پنسل جوړلو فابريکه ده، چې په ۱۸۰۶م کې د «يوهان فرونه شايس» له خوا جوړه شوې. دغه شرکت په ۲۰۰۸م کال کې پر يوې ايټالیايې ډلې وپلورل شو.
برونن "Brunnen"
د برونن کمپنۍ په اروپا کي د لیکلو توکو تر ټولو ستره کمپنۍ ګڼل کيږې، چې د ليکلو اوه زره ډوله توکې توليدوي او د نړۍ ۴۰ هيوادونو ته يې صادروي. دغه شرکت چې په ۱۸۷۷ م کې جوړ شوی، اوس مهال له ۸۰۰ کارکونکو سره په کال کې ۱۳۰ ميلیون يورو عاید لري او محصولات يې د نړۍ پنځوسو هيوادونو ته صادريږې
لویفر "Läufer"
بريتانیايې چارلز ګودير په ۱۸۳۹م کال کې په تصادفي ډول لاستيک کشف کړ. مارتين رنر او هرمان شوردت له لاستيک څخه په ۱۹۲۲ کال کې د يوې بلې ايډې له پاره کار واخيست. هغوي پنسل پاک جوړ کړ او د پنسل پاک توليد فابريکه «لويفر» يې د هانوور ښار ته نږدې جوړه کړه. په دغه فابریکه کې بیا وروسته دفترې لوکس توکي هم له چرم څخه تولید شول. له ۲۰۰۴م کال راهيسې د لويفر او ګوتنبرګ شرکتونه سره مدغم شول
روترینگ "rotring"
د رويترنګ شرکت په کال ۱۹۲۸کې په هامبورگ کې رامنځ ته شو. د ليکنې توکې په ځانګړې ډول خودرنګ قلمونه او راپيدو ګراف چې د مهندسۍ خطونو په ويستلو او ګرافيک کې کارول کيږې، نړيوال شهرت لري.
سناتور "Senator"
د سناتور خود کار جوړونې فابریکه د آلمان په هيسين ایالت کې فریدريش مرتس له خوا په کال ۱۹۲۰ کي جوړه شوه. دغه فابريکه چې د لوکسو توکو په توليد سره نړيوال شهرت لری،۴۵۰ کسان په کې په کار بوخت دي.
شتابیلو "Stabilo"
د شتابيلو تاريخ هغه فابریکې پورې تړاو لري، چې ګروس برګرو کورڅ یې په ۱۸۵۵م کال کې د آلمان په نورنبیرګ ښار کې بنسټ کيښود. لس کاله وروسته ګوستاو آدام شوان هويزر دغه فابريکه رانیوله او نوم يې ورته شوان ته بدل کړ. په ۱۹۷۶ کې د دغه فابريکې نوم شوان شتابیلوته واوښت.
لایتز "Leitz"
لويز لايتز په ۱۸۷۱م کې يو شرکت جوړ کړ، چې موخه یې په ادارو او دفترو کي نظم راوستل وو. هغه په کال ۱۸۹۶ کې (اوردنر) يا دوسیه چې په آلمانې کې د نظم ورکولو په معنا ده، اختراع کړه. دغه راز هغه په ۱۹۱۰ م کال کې لومړنې د ورقو سورې کونکې هم اختراع کړ.
اشتادلر (Staedtler)
د شتادلر فابریکه په آلمان کي د ليکنې توکو په توليد کي له لرغونو فابريکو څخه ده. د دغې فابریکې محصولات د نړۍ ۱۵۰ هیوادونو ته صادریږې، په نورو هيوادونو کي ۲۲ څانگې او شپږ فابریکې لري.