1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

ګوتېرش: د کریکټ لوبغالي په چاودنه کې لږ ترلږه ۱۹ تنه وژل شوي

۱۴۰۱ مرداد ۸, شنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د کابل د کریکټ په نړیوال لوبغالي کې د چاودنې پېښې په غندلو سره ویلي دي چې په دې پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ډیر نور ټپیان دي. طالبانو بیا په دې پيښه کې د ۴ کسانو ټپي کیدل تائید کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Eu96
Afghanistan U-19 Cricket-Mannschaft
انځور: ACB Media

د جمعې (د جولای میاشتې ۲۹ نیټه) ورځې تر غرمې وروسته په پلازمینه کابل کې د کریکټ د«شپګیزې لیګ» سیالیو په جریان کې د نندارچیانو په منځ کې یوه چاودنه وشوه. تر چاودنې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د نندارچیانو ویډیوګانې خپرې شوې چې په وارخطایې سره یې یوه او بل خوا منډې وهلې. 

تر چاودنې یو ساعت وروسته د طالبانو د کابل امنیه قوماندان اعلان وکړ چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د کریکټ د سیالیو پر مهال د لاسي بم په دې چاودنه کې څلور تنه ټپیان شوي دي. د یادې ادارې ویاند ویلي دي چې سیالۍ تر څو دقیقو وقفې او ځنډ وروسته بیرته پيل شوې.

د کابل ایمرجنسي روغتون په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي چې د دې پېښې ۱۳ تنه ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي. 

دغې چاودنې په هیواد کې دننه او بهر تند غبرګونونه را پارولي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش دغه برید په شدید ډول غندلی دی او ویلي یي دي چې په دې برید کې ۱۹ تنه وژل شوي دي. نوموړي په خپل تویتري پيغام کې یو وار بیا ټینګار کړی دی چې په ملکي وګړو او اهدافو برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو ضد کار او منع دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د نمایندګۍ مرستیال او د افغانستان له پاره د بشري مرستو هم غږی کوونکي رامز الاکبروف، د دغه برید د غندلو تر څنګ وحشیانه بللی دی. 

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویست هم د کریکټ پر لوبغالي برید غندلی دی. تر اوسه پورې د دې برید څرنګوالی روښانه نه دی او هیڅ چا یا کومې ډلې یي مسئولیت نه دی منلی. خو په اکثرو مواردو کې د دا ډول بریدونو مسئولیت د داعش د خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.

ویل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو یو وار بیا واک ته تر رسیدو وروسته په دغه هیواد کې د داعش ډلې فعالیتونه زیات شوي دي، خو طالبان په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې د داعش حضور رد او یا هم ډیر کم بللی دی.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ا.خ.ح