1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کافئین ډیر مصرف د ړندیدو خطر لوړوي

۱۴۰۰ خرداد ۲۳, یکشنبه

د کافئین بې حده ډیر مصرف د زړه ضربان لوړي او هم د سترګو د ړندیدو خطر درې چنده لوړوي. کافئین د نورو تر څنګ په قهوه، چای، کولا او نورو نوشابو کي موجود دی.

https://p.dw.com/p/3up52
Symbolbild Koffein
انځور: picture-alliance/dpa

د Sci Tech Daily مجلې په حواله هغه تحقیقات چي د بریتانوي ساینسپوهانو لخوا تر سره سوي دي، خصوصأ هغه کسان چي د ګلوکوم، (د سترګو توري اوبه) فامیلي او جنیټیکي سابقه لري، د سترګو د ړندیدو خطر یې ډیر لوړیږي. ځکه نو باید د کافئین مصرف راکم کړي. د سترګو دننه فشار د ګلوکوم د رامنځته کیدو سبب کیږي.

په دغو څیړنو کي د ۳۹ کلنۍ څخه تر ۷۳ کلنۍ پوري ۱۲۰۰۰۰

بریتانویانو خپل د کافئین د مصرف او ړندیدو د خطر په باب معلومات بیان کړي، د هغې جملې څخه دا چي ایا هغوی په ګلوکوم اخته دي او یا یې په فامیل کي یو څوک دغه تکلیف لري؟

Red Bull Dose
انځور: picture alliance/dpa

تر درو کالو وروسته د سترګو محقیقینو د دغي څیړني ګډون کونکي ارزیابي کړل. نتیجه دا سوه، هغه کسان چي د سترګو جنیتیکي فشار یې لوړ دی، د کافئین ډیر مصرف یې د ګلوکوم په تکلیف د اخته کیدو او ړندیدو خطر تر نورو درې چنده ډیروي.

دغو څیړونو د هغو خلګو چي جنیتیکي د سترګو تکلیف یې هم نه درلودی، لیکن ډیر کافئین یې په مصرف رسولي وه، د سترګو تکلیف یې ډیر سوی دی.

ګلوکوم، کولای سي د دید او لیدو عصبي رشتو ته تاوان ورسوي او په اخره کي د انسان د ړندیدو سبب وګرزي. مریضان یې په اول سر کي چنداني نه احساسوي او علایم یې نه ورته معلومیږي، تر هغو پوري چي تکلیف يې پیشرفته سي او د سترګو د دید په تکلیف باندي اخته سي.

آ./م.ق.ن./ا.ا.