1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین: دونباس د روسيې تر سختو بریدونو لاندي دی

۱۴۰۱ خرداد ۶, جمعه

د روسيې پوځ په اوکراين کي خپلو بریدونو ته زور ورکړی. ولسمشر زیلنسکي د روسیې پرضد بندیزونو په اړه د اروپايي ټولني له دوامداره اختلافونو څخه مایوسه دی. مسکو کولای سي د غله جاتو د صادارتو په هکله د معامله کولو تصور وکړي.

https://p.dw.com/p/4BxAt
Ukraine I Soldaten der prorussischen Truppen fahren mit einem Panzer durch Popasna
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

د اوکراین پوځ د خپل هيواد په ختیځ جبهه کي تر سخت فشار لاندی دی. لکه څنگه چي یوه اوکرایني جنرال خبرورکړی دی، روسي ځواکونو د لوهانسک د سیورودونیڅک لوی ښار تر بریدونو لاندي راوستی دی. د مسکو ځواکونه هڅه کوي پر پلونو باندي په بریدونو سره د اوکراین د پوځ فعالیتونه رامحدود کړي.

د سیورودونیڅک او لیسیچانسک لوی ښارونه اوس مهال د اوکراین ختیځې پوستې دي. که دغه ښارونه تسلیم سي نو ټول دونباس او لوهانسک به د روسیې ترکنترول لاندي راسي. د سیورودونیڅک په سخت ناآرامه ښار کي د جگړې له پیل راهیسي د روسي پوځ د بریدونو په نتیجه کي ۱۵۰۰ انسانان وژل سوي دي. دغه شمېرې ښاروال اولیکساندر یتریوک وړاندي کړي.

د هغه په خبره ډېر کورونه ویجاړ سوي، د دغه ځای له څه د پاسه ۱۰۰ زرو اوسیدونکو څخه، څه ناڅه ۱۲۰۰۰ تر ۱۳۰۰۰لا پاته دي.

پر اوکراین باندي د جگړې له پیل څخه څه د پاسه درې میاشتي وروسته د  سیورودونیڅک لوی ښار د دوهانسک هغه وروستۍ برخه ده چي لاهم د اوکراین د پوځ ترکنترول لاندي ده.

د اوکرایني سرچینو په حواله د دغه ښار په شاتنیو برخو کي هم نښتي رواني دي. په دې ډول د اوکراین متحدین د محاصرې له گواښ سره مخامخ دي.

سربیره پر دې د پوځ په حواله اوکراین ویني چي څنگه، روسیه په خپلو سرحدي سیمو کي، بیلگورود او ورونیش کي خپل پوځونه له سره سمبالوي.

په دې ډول پر اوکرایني سیمو، خارکیف او لوهانسک باندي د نورو بریدونو بیره موجوده ده. سړی نه سي کولای له جگړه ځپلو سیمو څخه معلومات په دقیق ډول وارزوي.

Ukraine-Krieg - Finnlands Ministerpräsidentin Marin in Kiew
انځور: Ukrainian Presidential Press Office/dpa/picture alliance

زیلنسکي یو وار بیا د «ولس وژني» خبره کړې

د اوکراین په ختیځ کي د روسیې له خوا سختو بریدونو ته په کتو سره، ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په دونباس کي له بشپړ ولس وژني څخه په بیره کي دی. زیلینسکي د شپې له خوا خپلي ویډیويي وینا کي وویل:«د اشغالگرو روان بریدونه ښايي دغه سیمه له انسانانو خالي کړي. ښارونه به ویجاړ سي، انسانان به یا ووژل سي او یاهم وتښتول سي. دا په ښکاره ډول د «اولس وژني» یو سیاست دی.»

زیلنسکي د پخوا په شان پر خپل مځکني تمامیت باندي قسم وخوړ. د هغه په خبره اوکراین به بیا هم یو خپلواک هیواد وي او وبه نه پاشل سي. پوښتنه دا ده چي اوکراین به د دغي خپلواکۍ له پاره څومره قیمت ورکړي. او د روسیې له پاره به دغه بې معنی جگړه په کومه بیه تمامه سي.

لاوروف پر روسیې د برید له پاره د وسلو له ورکولو خبرداری ورکوي

د رسنیو په حواله، د روسیې خارجه وزیر سرگي لاوروف غربیانو ته خبرداری ورکړی دی چي اوکراین ته داسي وسلې ور نه کړي چي د روسیې پر قلمرو حمله وکړي. تاس خبري آژانس د نوموړي وزیر له خولې لیکي چي دا به د نه منلو وړ بحران پر لور یو جدي گام وي. هغه هیله مند دی چي په لویدیځ کي به عاقل انسانان په دې خبره پوه وي.

لاوروف د اوکراین پر ولسمشر تور لگوي چي خبرو اترو ته بشپړ تیاری نه ښيي. هغه د آر ټي په نامه عربي ژبي دولتي روسي تلویزیوني چینل ته وویل چي لویدیځ هم د زیلنسکي د دغه ډول دریځ ملاتړ کوي.

Ukraine I Beschuss durch prorussische Truppen im Donbass
د دنباس په جبهو کي اوکراییني سرتیريانځور: Diego Herrera Carcedo/AA/picture alliance

د مسکو غوښتنه: د تعزیراتو پر وړاندي د غله جاتو پر صادراتو بندیز

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د کنګل سوو غله جاتو د صادرولو د بندیز د له منحه وړلو له پاره د روسیې غوښتنه رد کړې ده. د سپیني ماڼۍ ویاندي کارینه ژان پییر په واشنگټن کي وویل: »دا روسیه ده چي د اوکراین له بندرونو څخه یې د خوراکي موادو انتقال بند کړی او په نړۍ کي لوږه زیاتوي. د اوکراین په سیلوگانو او بیړیو کي په ټنو غلې زیرمه سوي چي د روسیې د بحري تحریماتو له امله نه سي کیداي نورو ځایو ته انتقال سي.

ژان پییر وویل، په اوس وخت کي د تعزیراتو د له منځه وړلو له پاره هیڅ بحث وجود نه لري. روسیه او اوکراین په نړۍ کی د غله جاتو په برخه کي تر ټولو غوره صادروونکي هیوادونه دي.

Ukraine-Krieg I  Kreml I  Wladimir Putin
انځور: Mikhail Metzel/Sputnik/AP/picture alliance

مسکو هڅه کوي د غله جاتو ستري زیرمي چي په اصل کي د صادراتو له پاره ځانگړي سوي، په ښکاره ډول د معامله کولو له پاره وکاروي. د کریملن په حواله، د پنجشنبه په ورځ تیلیفوني خبرو کي ولادیمیر پوتین د ایټالیا  صدراعظم ماریو دراگي ته وویل، که لویدیځ د روسیې په وړاندي خپل سیاسي تحریمونه ایسته نه کړي، نو مسکو د غذا د متوسط گواښوونکي بحران په وړاندي آماده دی.

دراګي له پوتین سره تر دغو تیلیفوني خبرو وروسته وویل چي هغه د سولي له پاره د هیلي هیڅ ډول څرک نه ویني.

میلنيک د جرمني د صدراعظم شولڅ له خبرو څخه مایوسه دی

په آلمان کي د اوکراین سفیر اندرې میلنیک په وار وار سره د ډیپلوماتیکو کنوانسیونو پرضد څرگندوني کړي دي. د مثال په ډول د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ د هغې وینا په اړه چي په داووس کي یې د نړیوال اقتصاد په غونډه کي ورکړې وه. میلینک د جرمني صدراعظم د خپلي رهبرۍ په نیمگړتیا او د اوکراین گټو ته په نه پاملرني تورنوي.

د بیلډ په نامه آلمانۍ ورځپاڼي په حواله میلنیک ویلي دي چي کیف د دې هیله درلوده چي په داووس کي د شولڅ په وینا کي هغه څه واوري چي په کومو مشخصو گامونو سره به د اوکراین ملاتړ وکړي. خو دا هر څه بې گټي ول، تر ټولو دمخه له آلمان څخه د درنو وسلو د ژر تر ژره انتقال موضوع چي په مرسته به یې په دونباس کي د روسیې د ستر پرمختگ مخه نیول سوې وای. د نوموړي سفیر په خبره، له نظامي پلوه اوکراین د برلین له خوا په ډېري آسانۍ او سادگۍ سره یوازي پریښودل سوی دی.