1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتاروپا

اروپا پارلمان ته دي احمد مسعود راوبلل سي

۱۴۰۰ شهریور ۲۴, چهارشنبه

د اروپا پارلمان د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره د اروپايي ټولني شورا او پارلمان ته د احمد مسعود د رادعوتولوغوښتنه کړې ده. پارلمان همدارنګه غوښتنه کړې، چي د اشرف غني له خوا د پیسو وړلو د تور تحقیق دي هم وسي.

https://p.dw.com/p/40M9Q
Plenarsaal Europäisches Parlament in Straßburg
انځور: Elyxandro Cegarra/PanoramiC/imago images

د پارلمان په دغه پریکړه لیک کي راغلي دي چي د اروپا اتحادیه دي په پنجشیر کي د مقاومت د جبهې رهبر، احمد مسعود رادعوت کړي، چي د اروپايي ټولني په شورا او پارلمان کي برخه واخلي.

د اروپايي ټولني پارلمان همدارنګه ویلي دي چي طالبانو افغانستان له نظامي لحاظه تر خپل کنټرول لاندي راوستلی دی، شریعي قوانین یې نافذ کړي او خلګ یې له اساسي حقوقو او ازاديو څخه محروم کړي دي.

د دغه پریکړه لیک په یوه برخه کي راغلي دي: «په افغانستان کي د بشر د حقوقو او اساسي ازاديو د سرکوبه کولو او ټکولو او همدارنګه مخ پر ډیریدونکی تشدد، خصوصاً د ښځو، نجونو او خبریالانو په مقابل کي په شدت سره غندو. د مختلفو رپوټو پر اساس، کوم چي بیانوي، غیر قانوني قتلونه، شکنجه، وهل ټکول، د بدن د اعضاوو قطع کولو او تجاوز چي د طالبانو پواسطه تر سره کیږي، ډیر د تشویش وړ او وحشتناکه دي.»

د اروپا پارلمان له طالبانو څخه غوښتي دي چي ډیر ژر دي خپل دغه اعمال ختم کړي او د تحصیل، کار او سپورټ په برخه کي د افغان ښځو د حقوقو ملاتړ دي وکړي. له یوه ځایه بل ځای ته ازادانه سفر کول، مظاهرو او اجتماعاتو ته دي اجازه ورکړي. 

«د غني له خوا د پیسو د احتمالي سؤ استفادې، تحقیق دي وسي»

اروپايي ټولني همدارنګه د «اشرف غني د ناکامي رهبرۍ او له افغانستان څخه د هغه د فرار د تصمیم» څخه خپله مایوسی ښکاره کړه. دغه ټولنه له اشرف غني څخه د افغانستان د بودجې د احتمالي سؤاستفادې د ادعاوو په باب د تحقیق غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د جوړښت څخه د اروپا پارلمان نه رضایت

د اروپا پارلمان په افغانستان کي د بشري، اقتصادي او مهاجرت بحران څخه هم تشویش ښکاره کړی. په دغه پریکړه لیک کي ټینګار سوی دی چي «یوازي داسي یو باثباته او ټولشموله حکومت به چي پکښي د ټولو قومونو او ملیتونو نمایندګان حضور ولري او د بشر اساسي حقوق مراعت کړي، پر دې قادره سي چي د افغانستان د اقتصادي رکود او بحران مخنیوی وکړي.»

د اروپا پارلمان ويلي دي: «دا واقعیت چي یوازي نارینه د نوي حکومت د غړو په توګه منصوب سوي، په قاطعیت سره ردوو. دا په عامه ژوندانه کي د ښځو د هرډول نمایندګۍ په مقابل کي د طالبانو د دښمنۍ منفي زیګنال ورکوي.»

خو پردې سربیره د اروپا پارلمان ویلي دي چي د لوژیستیکي، عملیاتي او بشري ضروري مسایلو په خاطر د طالبانو د سرپرست حکومت سره خبري کول لازمي دي، تر څو د ملکي محتاجو خلګو سره بشر دوستانه کومک کولو او همدارنګه هغه افغانانو او خارجیانو ته چي له هیواد څخه د وتلو نیت لري، زمینه مساعده سي.

Ahmad Massoud
انځور: Mohammad Ismail/REUTERS

خو پارلمان ټینګار کړی دی چي دغه «تماسونه په دې مرحله کي کاملاً په مربوطه اهدافو پوري محدود پاته سي او د داسي یو تصور رامنځته کول چي د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژندل سي، ډډه وسي. همدارنګه د طالبانو پر ضد بین المللي تعزیرات وساتل سي.»

د اروپا پارلمان د طالبانو په سرپرسته کابينه کي د داخله وزیر په توګه د حقانې شبکې مشر سراج الدین حقاني او ځینو نورو کسانو تعینیدو ته اشاره وکړه، چي په دغه ليست کي شامل دي. پارلمان ویلي دي چي «د طالب واکمانو د په رسمیت پيژندلو شرایط چي له نظامي لحاظه قدرت ته رسیدلي دي او په اوس وخت کي یې د تیرو شلو کلنو لاسته راوړني له منځه وړي دي، نه دي مهیا سوي.»

د افغانستان په مسایلو کي د پاکستان مداخله

د اروپا پارلمان دې نقطې ته په اشارې سره چي پاکستان په تیرو کلونو کي طالبانو ته د پټیدو د امن فضا مساعده کړې وه او د هغوی له خوا یې د افغانستان د تصرف سره کومک کړی دی، د اروپا د خارجي اقداماتو سرویس(EEAS) ته لارښوونه وکړه چي د پاکستان رهبرۍ ته دا خبره ورورسوي چي د افغانستان د امنیت او ثبات مسئولیت لري.

د اروپا پارلمان په دغه ۳۷ ماده اي پریکړه لیک کي راغلي دي چي «پاکستان طالبانو ته د خپلو ځانګړو ځواکونو او په پنجشیر کي د ملي مقاومت جبهې سره په مبارزه کي هوايي ملاتړ هم په اختیار کي ورکړی دی.»