1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا فضايي ادارې آريانه ۶ راکټ په کاميابۍ سره توغولی

۱۴۰۳ تیر ۲۰, چهارشنبه

د آریانه ۶ فضايي راکټ تر څلور کلن ځنډ وروسته بالاخره په کاميابۍ سره فضا ته وتوغول شو. په دې اروپايي فضايي بیړۍ کې څو کوچنۍ سپوږمکۍ بار دي.

https://p.dw.com/p/4i5iz
دغه انځور د اروپايي فضايي ادارې لخوا د اريانا ۶ د توغولو منظره ښيي.
د اروپا د فضايي ادارې مشر دا د اروپا له پاره يوه تاريخي ورځې بللېانځور: Jody Amiet/AFP

د اروپا فضايي آژانس «اي اس ای» په لومړي ځل د سه شنبې په ورځ خپل آریانه ۶ راکټ فضا ته وليږداوه چې د اصلي پلان له مخې بايد څلور کاله تر مخه استول شوی وای.

دا ځواکمن راکټ د فرانسوي ګيانا په کورو کې د اروپا د فضايي بندر څخه د سيمې پر څلورو بجو وتوغول شو. دا کاميابه تجربه د دې زمينه برابروي چې اروپا خپلې سپوږمکۍ پخپله فضا ته واستوي او پر نورو ټولنو او شرکتونو لکه د سپېس ايکس په څير شرکتونو تکيه ونه لري.

د اي اس ای مشر جوسف اشباخر، وويل چې دا بريالۍ توغونه د اروپا له پاره «يوه تاريخي» ورځ ده.

آريانه ۶ فضا ته د اروپا د لاس رسي نوی څپرکی

د اروپا د فضايي ادارې له خوا په ايکس شبکه کې ليکل شوي: «آريانه شپږ په کاميابۍ سره پورته او مدار ته وتوغول شوه او سپوږمکۍ یې انتقال او نصب کړي.»

همدا شان زياته شوې: «موږ اوس د اروپا له پاره د فضايي پروازونو يوه نوي عصر ته داخل شوي يو چې موږ په فضا کې قوي کوي او د دې زمينه راته برابروي چې پر نړيوال دريځ خپل اهداف په حقيقت بدل کړو.»

پر سپوږمۍ د تجارت له پاره لارې پرانيستي دي

آريانه ۶ به د آريانه ۵ ځای ونيسي چې په لومړي ځل د نويمې لسیزې په منځ کې توغول شوې وه. د آريانه ۵ وروستۍ پرواز تېر کال ترسره شوی وو. له هغه وخت راهېسې د اروپا فضايي شرکت فضا ته د سپوږمکيو د رسولو له پاره پر سيالو شرکتونو او ټولنو تکيه کوله.

تجارتي پروازونه د کال په پای کې پلان شوي

د اروپا د فضايي ادارې بل پړاو به د تجارتي پروګرام د پيليدو تر مخه د راکټونو توغول وارزوي.

څه نا څه ۲۹ ماموريتونه لا تر مخه پلان شوي دي او انتظار کیږي چې د کال په پای کې پر لاره واچول شي. له دوی اکثريت به یې د امازون کوپير انترنتي سپوږمکۍ په فضا کې نصب کړي.

فضا ته پروازونه اوس په يوه ستر تجارت اوښتي دي: د سپېس ايکس شرکت بيا ځلي کاريدونکي فالکن راکټونه دمګړۍ تقريباً په اونۍ کې دوه پروازونه کوي.

د اروپا د فضايي ادارې د انتقال د برخې مشر توني تولکر – نيلسن، وایي چې اداره به یې هڅه وکړي چې د پروازونو شمېر ډېر کړي.

ب. ص / ن. ز (AFP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

په سپوږمۍ کې استوګنځایونه؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب