«په اروپا کي مذهبي اقلیتونه تر فشار لاندي دي»
۱۳۹۹ آبان ۹, جمعهترد ې دمخه د جرمني حکومت په یوه مفصل رپوټ کي د نړۍ په اکثرو هیوادونو، خصوصاً اسیا، افریقا او جنوبي امریکا کي ددې څخه خبر ورکړی وو، چي د دیني او مذهبي ازاديو قبلیدل ورځ په ورځ راکمیږي او احترام نه ورته کیږي.
د اروپا د یهودي رابینو کنفرانس عمومي منشي، ګادي ګرونیش د جرمني حکومت ددغه رپوټ د ارزیابۍ پر وخت وویل چي د دیني او مذهبي ازاديو وضعیت د تشویش وړ دی او هغه ښکاره کوي چي دا کار له ډیره وخته او په پر له پسې ډول سره جریان لري. خو اوسنی رپوټ نه باید دا حقیقت پټ کړي چي دلته په اروپا کي هم مذهبي اقلیتونه د خپلو دیني مراسمو په اجرأ کي تر فشار لاندي دي.
په همدا ۲۰۲۰ او ۲۰۱۹م کلونو کي نه یوازي یهودي ضد اعمال لکه پر یهودي کنیسو(معبدونه) باندي حملې ډیري سوي، لکه په هاله، ګراتس او هامبورګ کي، بلکي په انټرنیت کي د هغوی پر ضد کرکه او نفرت هم خپریږي. بیا لکه هیڅ چي نه وي پيښ سوي، بلجیم پروسږکال پر مذهبي اساس باندي حلالیدل منع کړل. ډنمارک او پولینډ هم په نظر کي لري چي دغسي یو ممناعت رامنځته کړي.
په دې ډول سره نو موږ په اروپا کي هم د دیني او مذهبي ازادیو له محدودیتونو سره مخامخ یوو، چي که څه هم دغه ازادي د اروپا د اساسي حقوقو د منشور په ۱۰ مه ماده کي تضمین سوې ده.
دویچه ویله: د اروپا څخه د څه شي انتظار لری؟
د اروپا د سیاست او همدارنګه د جرمني څخه چي د اروپایي ټولني د شورا ۶ میاشتنی ریاست پرغاړه لري، ددې انتظار لرو چي د دیني او مذهبي ازادیو اساسي حقوقو ته لا ډیر احترام او هغه ته په اصطلاح ډیر وزن ورکړي. ځکه چي خبره دلته د اروپا په وحدت او زغم او دې کي ده چي ایا بیا هم مذهبي اقلیتونو ته ښه راغلاست ویل کیږي.