1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديه کې له اتلس څخه د کم عمره مهاجرو شمیر لږ شوی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۴, شنبه

په اروپايي اتحاديه کې د ماشومانو او تنکي ځوانانو د پناه غوښتنې په درخواستونو کې کموالی راغلی دی. د کم سنه او بې سرپرسته مهاجرو دوه په دريمه برخه يې د افغانستان، سوريې او پاکستان هيوادونو څخه دي.

https://p.dw.com/p/3sWFi
Unbegleitete minderjährige Flüchtlinge in Griechenland
انځور: Angelos Tzortzinis/dpa/picture alliance

په لوګزامبورک کې د اروپايي اتحاديې د آمارو ادارې (Eurostat) د جمعې ورځې رپوټ مطابق، په ۲۰۲۰م میلادي کال کې ۱۳ زره او ۶۰۰ زیرسن او بې سرپرسته مهاجرو د اروپايي اتحاديې په هیوادونو کې خپل د پناه غوښتنې درخواستونه سپارلي دي.

تر دې يو کال مخکې دغه شمیر ۱۴ زره او ۱۰۰ وو. په ۲۰۱۵م کال چې د اروپا د مهاجرت بحران خپل اوج ته رسيدلی وو د زیرسن مهاجرو شمير ۹۲ زرو ته رسيدلی وو.

د کم سنه او بې سرپرسته پناه غوښتونکو په ډله کې يو په لسمه برخې يې له ۱۸څخه د ښکته عمرونو خاوندان ښودل شوي چې په دوی کې تر ټولو ډيره برخه (۸۸ سلنه) يې هلکان دي. د دوی په هرو درو کسانو کې دوه يې چې ۶۷ سلنه کيږي د ۱۶ او ۱۷ کلونو خاوندان دي. ۲۲ سلنه يې د ۱۴ او ۱۵ کلنو او پاتې نور يې له ۱۴ کلونو د ښکته عمرونو درلودونکي ښودل شوي دي. د دغو بې سرپرسته او زيرسن مهاجرو دوه په دریمه برخه ېې د افغانستان، پاکستان او سوريې هيوادونو څخه مهاجر شوي دي.

تر ټولو ډير زیر سن مهاجرو چې شمیر يې ۲۸۰۰ ته رسيږي، په يونان کې خپل د پناه غوښتنې درخواستونه سپارلي دي. تر هغه وروسته په آلمان کې ۲۲۰۰ تنو زير سن مهاجرو، په اتریش کې ۱۴۰۰ او په بلجيم کې ۱۲۰۰ د پناه غوښتنې کړي دي.

يونان له آسيا، افريقا او منځني ختيځ څخه اروپايي اتحاديې ته د راتلونکو مهاجرو له پاره د یو مهم ترانزيتي هيواد حيثيت لري. اروپايي اتحاديې ته رسيدلي اکثره مهاجر د لومړي ځل له پاره د یونان خاورې ته ځانونه رسولي دي.

دویچه ويله د/م.ک.ص./ا.ا.