د اروپايي اتحادیې پارلمان ۷۰۵ غړي لري چې په هرو پنځو کالونو کې انتخابيږي. د اروپا د پارلمان د غړيو غونډې په شتراسبورگ او بروکسل کې ترسره کيږي او دفتر یې په لوگزامبورگ کې دی.
د اروپا پارلمان په رسمي توگه د قانون جوړونې ابتکار نه شي کولی او ښايي له همدې کبله تر نيوکو لاندې وي چې ډېر کم صلاحيت لري. د اروپا پارلمان د ۱۹۷۹م کال راهيسې انتخابيږي او د وخت په تیريدو سره د اروپا پارلمان په ټاکنو کې د گډون کوونکو شمير کم شوی دی. دا پارلمان له اروپايي اتحادیې د شورا سره گډ صلاحيت لري او د بودجې په ټاکلو کې محدود واک لري. په دې پاڼه کې د اروپا د پارلمان په اړه د ډويچه ويله تازه معلومات لولې.