په انقره کي د سه شنبه په ورځ (د اپریل میاشتي شپږمه) د ترکیې د جمهوررئیس رجب طیب اردوغان او اروپايي ټولني د مشرانو ملاقات د غیر معمولي او ډیپلوماتیکي تشریفاتو خلاف یوه رفتار سره ملګری ول. د دغه ملاقات یوې لنډي ویدیو ته چي وروسته نشر سوه، سخت عکس العملونه ښوول سوي دي.
د دغي لیدني کتني پر وخت د ترکیې او اروپايي ټولني د بیرغونو ترڅنګ د اردوغان او د شورا رئیس، شارل میشل له پاره يوازي دوې چوکۍ ایښوول سوي وې او د کمېسيون رئيسه، اورزولا فون دیرلاین مجبوره سوه له هغوی څخه لیري پر کوچ باندي کښېني.
د ډیپلوماتیکو تعاملاتو مطابق د اروپا د اتحادیې د شورا او کمېسيون رئیسان ددغي اتحادیې لوړ مقامونه دي او د هیوادونو د مشرانو او رهبرانو په قطار کي راځي. خو فون دیر لاین باید له اردوغان څخه لیري د ترکیې د بهرنيو چارو له وزیر سره مخامخ کښینستلې وای، کوم چي ددې هم سطحه نه وو.
د جرمني خبري آژانس، dpa د اروپايي ټولني د کمېسيون د ویاند، اریک مارمر په حواله پرون چهارشنبه (د اپریل میاشتي اوومه) رپوټ ورکړی دی، چي فون دیر لاین کله چي د ملاقات سالون ته ورننوتله نو ددې څخه چي چوکۍ ورته په نظر کي نه وه نیول سوې، غافلګیره سوه، خو دې ته یې ترجیح ورکړه، چي د اساسي مسایلو په باب خبري وکړي.
یوه له هغو مسایلو څخه چي په دغه ملاقات کي ورباندي بحث وسو، په ترکیه کي د ښځو د حقوقو د وضعیت په باب وه، چي په دې وروستیو وختونو کي یې په اړه ډیر تشویشونه رامنځته سوي دي. ځیني ناظرین د فون دیرلاین سره نامساعد رفتار د دغي موضوع سره بې ارتباطه نه بولي.
اردوغان د همدې کال د مارچ میاشتي پر ۲۰ مه د استانبول د کمېسيون په نامه د ښځو او کوچنیانو په مقابل کي د خشونت تړون څخه د وتلو سند امضأ کړ. اردوغان پخپله په ۲۰۱۱م کال کي د ترکیې د صدراعظم په حیث دغه تړون امضأ کړی وو.
د استانبول کمېسيون چي نهايي متن یې د اروپا شورا تهیه کړی دی، لاسليک کوونکي هیوادونه مکلف کوي چي په داخل کي له ښځو سره د خشونت قوانین او مقررات وضع کړي: لکه د فامیلي تشدد، د مېړه او ماندینې په ژوند کي د جنسي تجاوز او له ښځو سره د هر ډول ازار او تبعیض په مقابل کي.
له استانبول کنوانسیون څخه د ترکيې وتل په داخل او خارج کي سخت انتقادونه رامنځته او د اروپا د اتحادیې لوړ رتبه مسؤلینو ددغه اقدام د غندلو تر څنګ د اروغان د حکومت څخه وغوښتل، چي پر خپل دغه تصمیم باندي له سره کتنه وکړي.
دغه عمل باید تکرا نسي
د اروپايي اتحادیې ویاند ټینګار کړی دی چي هغه څه چي د ترکیې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کي د سې شنبې په ورځ وسوه، نه باید بیا تکرار سي او ددغسي یوه عمل د تکرار د مخنیوي په خاطر به مشخص تدابیر وضع سي.
هغه وايي چي فون دیر لاین پر دغه نامناسب رفتار سربیره له اروغان سره د ملاقات د فرصت څخه استفاده وکړه او هغه ته یې د ښځو د حقوقو او استانبول کنوانسیون څخه د ترکیې دوتلو په هکله خپل نظر په صراحت سره بیان کړ.
د هغوی ترمنځ د بحث بله موضوع، اروپايي اتحادیې ته د ترکیې د نژدې کیدو د احتمالي خبرو بیرته شروع کیدل وه.
-
د اسلامي هیوادونو کوم مشران د اردوغان ملاتړ کوي او کوم یې مخالف دي؟
د مصر ولسمشر السیسي
په مصر کې د اخوان المسلمین ګوند له امله د دغه هیواد د ولسمشر الفتاح السیسي او رجب طیب اردوغان اړيکې تړینګلي دي. اردوغان وایي چې السیسي د پوځي بغاوت په پایله کې قدرت ته رسیدلی دی نو له دې کبله د واک مستحق نه دی. خو د قاهرې حکومت وایي چې اخوان المسلمین یو«ترهګر سازمان» دی او اردوغان یي ملاتړ کوي. دغه دواړه هیوادونه په لیبیا کې هم یو بل سره په تقابل کې دي.
-
د اسلامي هیوادونو کوم مشران د اردوغان ملاتړ کوي او کوم یې مخالف دي؟
شیخ خلیفه بن زید او اردوغان
د ترکیې او اماراتو اړیکې چندان ښې نه دي. د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ خلیفه بن زید النهیان اردوغان ته د دویم وار له پاره د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي ونه ویله. د دوی اختلافات مختلف دلایل لري چې په هغې کې د خلیج د شخړې یادونه کولی شو. په ترکیې کې تر ناکامې کودتا وروسته ترکي رسنیو متحده عربي امارات د یاغیانو په ملاتړ او همکارۍ تورن کړل.
-
د اسلامي هیوادونو کوم مشران د اردوغان ملاتړ کوي او کوم یې مخالف دي؟
د سعودي ولیعهد
شنونکي وایي چې د سعودي او ترکیې ترمنځ د اختلاف اساسي ټکی د مسلمانو هیوادونو مشری او قیادت دی. په ټاکنو کې د اردوغان تر بریالیتوب وروسته سعودي رهبرۍ د هغه په ملاتړ او یا مخالفت کې هیڅ اعلامیه خپره نه کړه. د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان پر ترکیې دا تور هم لګوي چې انقره هڅه کوي خپل د حکومت طرز د سیمې پر نورو هیوادونو مسلط کړي.
-
د اسلامي هیوادونو کوم مشران د اردوغان ملاتړ کوي او کوم یې مخالف دي؟
ترکیه او پاکستان
ترکیه له پاکستان سره له لسیزو راهیسې اړیکې لري. دواړه هیوادونه یو بل ورور بولي. اردوغان د نواز شریف له کورنۍ سره هم نږدې اړیکي لري او عمران خان ته یي هم تود هرکلی وکړ. د کشمیر په شخړه کې ترکیې تل د پاکستان ملاتړ کړی.
-
د اسلامي هیوادونو کوم مشران د اردوغان ملاتړ کوي او کوم یې مخالف دي؟
بشار الاسد او اردوغان
د سوریي ولسمشر هم د اردوغان له شدیدو مخالفینو څخه دی. اردوغان په پرله پسې ډول د الاسد له قدرت څخه د لیري کولو غوښتنه کړې ده. اردوغان په خپل یوه وینا کې حتی تر دې اندازې ویلي وو چې هغه به «سوریه آزاده» کړي.
-
د اسلامي هیوادونو کوم مشران د اردوغان ملاتړ کوي او کوم یې مخالف دي؟
عراق او ترکیه
د دواړو هیوادونو اړیکې تر ۲۰۱۶م کال وروسته هغه وخت ډیرې خړې پړې شوې چې ترکي ځواکونه د عراق شمال ته ور ننوتل. عراق د ترکيې پوځي عملیات د خپل حکومتي خودمختارۍ خلاف عمل بللی وو.
-
د اسلامي هیوادونو کوم مشران د اردوغان ملاتړ کوي او کوم یې مخالف دي؟
شیخ تمیم او اردوغان
د قطر او خلیجي هیوادونو ترمنځ د جنجال پر مهال ترکیې د قطر ملاتړ کړی وو. د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیر پخواني اقتصادي او پوځي ارتباطات موجود دي. له همدې امله د قطر امیر شهزاده تمیم احمد الثاني لومړی کس وو چې په ټاکنو تر بریالیتوب وروسته یي اردوغان ته مبارکي ورکړې وه.
-
د اسلامي هیوادونو کوم مشران د اردوغان ملاتړ کوي او کوم یې مخالف دي؟
اردوغان او روحاني
په دې وروستیو کلونو کې د ایران او ترکیې اړیکې لا زیاتې مستحکمې شوي دي. که څه هم د سوریې په مسئله او په ځانګړي توګه د بشار الاسد د راتلونکي په اړه د ترکیي او ایران دریځونه متفاوت دي، خو د دې ستونزې د حل له پاره هم دواړه هیوادونه له روسیې سره یوځای کوښښونه کوي.
-
د اسلامي هیوادونو کوم مشران د اردوغان ملاتړ کوي او کوم یې مخالف دي؟
مراکش او اردوغان
مراکش هم له ترکیې سره نږدې اړیکې لري. ترکیې په مراکش کې په ډیره لوړه پیمانه پانګونه کړې ده. د مراکش د لومړي وزیر سعد الدین العثماني د ګوند او ولسمشر اردوغان د سیاسي ګوندونو ترمنځ هم نږدې اړیکې موجودې دي.
-
د اسلامي هیوادونو کوم مشران د اردوغان ملاتړ کوي او کوم یې مخالف دي؟
لیبیا او ترکیه
په ترابلس کې د ترکیې د بیرغ دغه رپوونکي د اردوغان مینه وال دي. ترکیې د ترابلس حکومت د ملاتړ له پاره په دې وروستیو کې هلته خپل پوځي قطعات ځای پر ځای کړي دي. مصر او سعودي عربستان په دې هیواد کې د ترکیې د نفوذ کمول غواړي.
-
د اسلامي هیوادونو کوم مشران د اردوغان ملاتړ کوي او کوم یې مخالف دي؟
سوډان او ترکیه
د سوډان پخوانی ولسمشر عمر حسن البشیر د اردوغان له پخوانیو دوستانو څخه شمیرل کیږي او له همدې امله دواړه هیوادونه یو له بل سره نږدې اقتصادي اړیکې لري. د البشیر حکومت تر پای ته رسیدو وروسته اوس د دواړو هیوادونو د اړیکو ترمنځ هغه پخوانی خوند نه دی پاتې.