په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ ۱۰ تر ټولو شتمن هیوادونه
کله چې خبره د بډایه هیوادونو کیږي، نو د خرید توان، د ژوند معیار او قیمتۍ کچې په پام کې نیولو سره وضعیت په ډیر ښه ډول څرګندیدلی شي. خو په دې فهرست کې د سړي سر مجموعي عاید د ملي ناخالص تولید په اساس درجه بندی شوی دی.
۱۰ – دار السلام برونائ
له نږدې ۷۵ زره ډالره سړي سر ملي ناخالص تولید یا جي ډي پي سره برونائ د نړي لسم شتمن هیواد دی. د برونائ د پادشاه استوګنځای د ۵۰۰۰ میلمنو ظرفیت لري، خو د دې څلورنیم لکه نفوس لرونکي هیواد یو پر دریمه برخه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. تمه کیږي چې سږ کال به د دې هیواد د اقتصادي ودې کچه ۵،۸ سلنه وي.
۹ – امریکا متحده ایالات
امریکا له ۷۶ زره ډالره سړي سر جي ډي پي سره د نړۍ نهم شتمن هیواد دی. د کرونا وبا پر مهال د امریکا اقتصاد هم ډیر اغیزمن شوی و، خو اوس په تدریج سره مخ پر ښه کیدو دی. د مجموعي ملي عاید د زیاتوالي سربیره، امریکایي اتباع په تیرو څلورو لسیزو کې اوسمهال تر ټولو ډیره قیمتي هم تجربه کوي.
۸ – ناروې
اروپایي هیواد ناروې له نږدې ۷۹ زره امریکایي ډالره في کس یا سړي سر جي ډي پي سره د نړۍ اتم شتمن هیواد دی. په ۲۰۲۰م کال کې د ناروی د اقتصادي ودې کچه منفي یو ته نږدې شوې وه، خو سږ کال د دې کچې تر ۴ سلنې لوړیدو وړاندوېنه شوې ده.
۷ – متحدہ عربي امارات
په متحده عربي اماراتو کې د سړي سر مجموعي ناخالص عاید تر ۷۸ زره ډالرو زیات دی او په دې توګه د نړۍ اووم بډایه هیواد دی. له ۲۰۲۰ کال وروسته د تېلو د ټیټې بیې له امله متحده عربي امارات وروسته له څو لسیزو د لسو بډایه هېوادونو له لېست څخه وتلی و.
۶ – سویتزرلینډ یا سويس
په سويس کې د سړي سر ملي ناخالص تولید ۸۴،۶۵۸ ډالره دی او دا د نړۍ شپږم تر ټولو شتمن هیواد دی. د سويس نږدې ۱۵ سلنه بالغ وګړي له لس لکه امریکایي ډالرو ډیره سرمایه لري. د کرونا وبا پر مهال هم د حکومت د ښې تګلارې له امله د دې هیواد اقتصادي وده نسبتاً لږه اغیزمنه شوې وه.
۵ – مکاؤ
مکاؤ د چین د ولسي جمهوریت یوه ځانګړې اداري سیمه ده چې د في کس ۸۶ زره ډالره کلني ډي جي پي یا کلني خالص عاید سره د نړۍ پنځم شتمن هیواد دی. له کرونا وبا مخکې په مکاؤ د سړي سر ملي ناخالص تولید شاوخوا ۱۲۵ زره ډالره و.
۴ – قطر
سږ کال قطر له ۱۱۲ زره او ۷۸۹ زره ډالره جي ډي پي سره د نړۍ څلورم بډایه هیواد دی. په ۲ میلیونه او ۸ لکه نفوس لرونکي دغه هیواد کې یوازې ۱۲ سلنه یي د قطر اصلي اوسیدونکي دي. تیر کال په قطر کې د سړي سر ملي ناخالص تولید له ۱۰۰ زرو کم شوی و، خو سره له دې هم قطر د نړۍ د لسو تر ټولو بډایه هیوادونو په نوملړ کې خپل ځای ساتلی دی.
۳– ایرلنډ
د پنځه میلیونه نفوس لرونکی هیواد ایرلنډ د ۱۲۵ زره ډالره في کس جي ډي پي سره د نړۍ دریم تر ټولو بډایه هیواد دی. په تیرو کلونو کې چې نور اروپایي هیوادونه له ستونزو سره مخامخ ول، په هغه وخت کې هم د ایرلنډ د اقتصادي ودې کچه ۵ سلنې ته نږدې وه او سږ هم تمه کیږي چې تر ۵،۲ سلنې پورې به وي.
۲– سنګاپور
په سنګاپور کې د سړي سر ناخالص ملي تولید یا جي ډي پي ۱۳۱،۵۸۰ امریکايي ډالره دی او په دې توګه دا د نړۍ دویم تر ټولو شتمن هیواد دی. په ۱۹۶۵م کال کې د خپلواکۍ پر مهال د سنګاپور نیمایي نفوس باسواده و، خو اوس په کې د تعلیم کچه ۹۸ سلنه ده. دا د نړۍ تر ټولو کاروبار دوسته هیواد هم ګڼل کیږي.
۱ – لوګزامبورګ
په نږدې شپږ نیم لکه نفوس لرونکي هیواد لوګزامبورګ کې د سړي سر ملي ناخالص تولید یا جي ډي پي ۱۴۰،۶۹۴ امریکایي ډالره دی. په دې توګه نو دا د نړۍ تر ټولو شتمن هیواد دی. لوګزامبورګ د خپل عاید لویه برخه د اتباعو پر استوګنې، روغتیایي آسانتیاو، ښوونې او تحصیل مصرفوي.
هند، پاکستان او بنګله دیش
سږ کال هند ۸،۳۵۸ امریکایي ډالره ، بنګله دیش ۶،۶۳۳ ډالره في کس جي ډي پي سره په ترتیب سره په ۱۲۷ او ۱۳۷ نمبر کې ځای نیولی دی. د پاکستان د سړي سر جي ډي پي۶،۴۷۰ امریکایي ډالره دی او هغه د ۱۹۲ هیوادونو په دې درجه بندۍ کې په ۱۳۸ مقام کې ځای نیولی دی.