1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویلي پښتو او دري راډیويي خپروني بيا پیل سوې

۱۴۰۰ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

دویچه ویله له دوشنبې ورځي (۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۱۳) راهيسي په پښتو او دري ژبو پر لنډو څپو راډیويي خپروني له سره پیل کړې، تر څو په افغانستان کي خپلو اوریدونکو ته د باور وړ معلومات وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/40Htm
Konflikt in Afghanistan
انځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

د دویچه ویلي عمومي مشر پیتر لیمبورگ په دې اړه وویل: »د رسنیو رنگارنگي او په افغانستان کي آزادو معلوماتو ته لاس رسی له جدي گواښ سره مخامخ دی. دویچه ویلي د سیمي له پاره باتجربه او ماهر ټیم لري چي پر آنلاین او نورو رسنیزو خپرونو سربیره په افغانستان کي د خلکو له پاره پر لنډو څپو په پښتو او دري ژبو لا ښه معلومات وړاندي کړي.

دغه نيم ساعته خپروني هره ورځ د افغانستان پر وخت د ماښام له شپږنیمو بجو څخه تر اوو بجو پوري په دري او له اوو بجو څخه تر اوه نیمو بجو پوري په پښتو پر لنډو څپو ۱۵۲۳۰ او ۱۵۳۹۰ کیلوهرتس فريکانسيو باندي خپریږي.

د دویچه ویلي د آسیا د څانگي رئیسي، ديباراتي گوها، وویل چي دغه راډیويي خپروني به پر داسي مسایلو، لکه سوله، مدني ټولنه، بشري حقونه او جنسیتي برابري باندي متمرکزي وي.

میرمن گوها وویل: «که په افغانستان کي انترنت محدود او یا قطع سي، موږ د دغو لنډو راډیويي څپو له لاري، د معلوماتو د رسولو له پاره ښه تره آمادگي لرو.»

هغې زیاته کړه: «دویچه ویله د هغه ځای( افغانستان) خلک یوازي نه پریږدي او د هغوی له پاره د متوازنو معلوماتو رسولو ته ادامه ورکوي.»