1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د خوښې نومانده سترې محکمې ته تائيد شوه

۱۳۹۹ آبان ۶, سه‌شنبه

د امريکا سنا د ولسمشر ترمپ له خوا معرفي کړل شوې قاضي، امی کنی بریت د سترې محکمې د غړې په توګه تائيد کړه. دا د امريکا له انتخاباتو څخه يوازې اته ورځې مخکې د ترمپ له پاره یوه ستر بريا ګڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/3kTuu
USA | Donald Trump und Amy Coney Barrett
انځور: Jonathan Ernst/Reuters

د امريکا د سنا مجلس د دوشنبې ورځې په مازدیګر (د اکتوبر ۲۶مه) تر ډيرو بحثونو وروسته، د امريکا د سترې محکمې د غړيتوب له پاره د ميرمن امي کني برت صلاحیت تائيد کړ.

سنا د سترې محکمې د قاضي په توګه د کني بريت غړيتوب د ۵۲ موافقو او ۴۸ مخالفو رايو په مقابل کې تائيد کړ.

ټولو ديموکراتو سناتورانو د هغې پر ضد راې ورکړې. د جمهوري غوښتونکو سناتورانو په ډله کې يوازې سوزان کالينز د ترمپ معرفي کړل شوې قاضي ته مخالفه رايه ورکړه.

ديموکراټانو د امریکا په سنا کې پر دغې راي اچونې، هغه هم د امريکا د ولسمشريزو انتخاباتو څخه اته ورځې مخکې سختې نيوکې کړي دي.

هغوی په دې باور ول چې د سترې محکمې له پاره د نوې قاضي ټاکل تر انتخاباتو وروسته پورې وځنډول شي خو دونالد ترمپ دغه خبره ونه منله.

د امریکا د انتخاباتي کمپاينونو په اوج کې د قاضي امی کنی برت ټاکنه، د ترمپ له پاره يوه ستره بريا گڼل کيږي. په پام کې ده چې دونالد ترمپ د هغې د بریا جشن په سپينه ماڼۍ کې ولمانځي.

په سپتمبر مياشت کې د امريکا د سترې محکمې يوه غړې، قاضي روث بیدر ګينزبرګ مړه شوه چې تر هغه وروسته دونالد ترمپ په چټکۍ سره میرمن امی کنی بريت د هغې د ځای ناستې په توګه نومانده کړه.

که څه هم دغه ډول يو اقدام د ولسمشريزو انتخاباتو پر کال معمول نه دی، خو غیرقانوني هم نه دی.

امی کني برت یوه محافظه کاره حقوقپوه ده چې د امريکا په ستره محکمه کې د هغې انتخاب سره، د دغه باصلاحيته ارګان د موجوده قاضيانو په ترکيب کې د محافظه کارانو د تلې پله درنه شي.

حاضر دمه د امريکا د سترې محکمې له ۹ قاضيانو څخه ۶ يې محافظه کاران دي چې اکثریت يې د ترمپ پلویانو سره ولاړ دي.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.