1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ په تشناب کې د محرمو اسنادو په ساتنې تورن شوی

۱۴۰۲ خرداد ۲۰, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ د سلګونو محرمو اسنادو، د هغو له جملې څخه د متحده ایالاتو د پوځي طرحو او همدارنګه د اټومي محرمو اسرارو د انتقالولو له تورونو سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/4SPrG
Former US President Donald Trump
انځور: Charlie Neibergall/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ د سلګونو محرمو اسنادو، د هغو له جملې څخه د متحده ایالاتو د پوځي طرحو او همدارنګه د اټومي محرمو اسرارو د انتقالولو له تورونو سره مخامخ دی. دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر په فدرال کچه له تورونو سره مخامخ کیږي.

پر ترمپ د محرمو اسنادو په قضيه کې د اقامې دعوا شوې

د تورونو په هغه ۴۹ مخیز دوسیه کې چې اوس د ترمپ پر ضد خپره شوې ده، ۳۷ موارده شامل دي. یو شمیر تورونه دومره درانه دي، چې که چیرې پر هغه ثابت شي، نو په ۱۰ کلن بند محکومیدلی شي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

توطیه، د تحقیقاتو مخنيوی او څیړونکو ته دروغ ویل او خپل شخصي ملکیت ته د محرمو اسنادو انتقالول او هلته یې ساتل، د هغو تورونو له ډلې څخه دي چې ترمپ پرې تورن شوی دی. ترمپ دغه تورونه او په دې ارتباط هر ډول غیر قانوني اقدامات رد کړي دي.

د ترمپ پلویان ادعا کوي چې د دې دوسیې جوړول او په اړه یې بحثونه د ترمپ د بدنامه کولو او یو وار بیا سپينې ماڼۍ ته د هغه د داخلیدو د مخنیوي هڅه ده. ترمپ د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې په رسمي ډول اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴م کال ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندیدوي.

د دونالد ترمپ د نيول کیدو احتمال او د تاوتریخوالي ویره

تورونه په اوو کټګوریو کې درجه بندي شوي دي. په امریکا کې د «جاسوسۍ» په قوانینو کې هغه موارد شاملیږي چې د دغه هیواد د ملي دفاع په ارتباط په قصدي توګه د اسنادو او اطلاعاتو د ساتنې پورې ارتباط نیسي. هغه کسان چې د دغو قوانینو په ارتباط مجرم ګڼل کیږي، کیدای شي تر ۱۰ کلونو پورې د بند په سزا محکوم شي.