1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مباحثې پر ځای مجادله؛ د ترمپ او بایډن تلویزوني مناظره

۱۳۹۹ مهر ۹, چهارشنبه

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د دوو اصلي نوماندانو لومړۍ تلویزوني مناظره ترسره شوه. د مناظرې پایله: د یوه تخصصي بحث پر ځای تورونه او سپکاوی او د مناظرې ناتوانه کوربه چې بحث یې له کنتروله وتلی وو.

https://p.dw.com/p/3jCO2
USA Präsidentschaftswahlen TV Debatte Trump Biden
انځور: Jonathan Ernst/Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو لومړۍ تلویزوني مناظره د سیمې پر وخت د سه شنبې په ماښام په اوهایو ایالت کې ترسره شوه. کتونکي او شنونکي په یوه خبره کې هم نظره وو: د دوو انتخاباتي رقیبانو د بحث د سطحې ټيټوالی.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته له پنځو اونیو هم کم وخت پاتې دی. د دغو مناظرو د ترسره کولو هدف د کاندیدانو له خوا د هغو رای ورکونکو راجلبول دي، چې تر اوسه پورې د شک او تردید په حال کې قرار لري چې کوم کاندید ته خپله رایه ورکړي.

د دغې مناظرې له پاره شپږ موضوعات انتخاب شوي ول: ټاکل شوې وه چې د روغتیایي بیمي، سترې محکمې، د کرونا بحران، اقتصادي پروګرامونو او همدارنګه د نژاد پرستۍ او د پولیسو د تاوتریخوالي پر موضوعاتو بحث وشي.

د مناظرې د پيل په هماغه لومړۍ شیبه کې څرګنده شوه چې هیڅ یو له دواړو نوماندانو د ټاکلو موضوعاتو پر سر بحث کولو ته لیوالتیا نه لري.

د «فاکس نیوز» خبریال کریس والاس، د دې مناظرې کوربه وو. ولاس آن د مناظرې په لومړيو شيبو کې د بحث کنترول له لاسه ورکړ او ونه توانید چې تر پایه پورې د امریکا د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ بحث کې نظم او آرامتیا وساتي.

د والاس ناتوانایي د امریکایي رسنیو او په ځانګړي توګه د «سي ان ان» تلویزوني شبکې له شدیدو انتقادونو سره مخامخ شوې ده.

د تخصصي بحث پرځای تورونه او توهین

د ترمپ او بایډن ترمنځ د دغې تلویزوني مناظرې له ترسره کیدو مخکې هم له مناظرې څخه د خلکو د توقع کچه ټیټه وه، خو د کار نتیجه تر هغې هم لا زیاته خرابه ووتله.

د دیموکراتانو نوماند جوبایډن له پیل راهیسې ترمپ په درواغ ویلو تورن کړ او ویې ویل چې د امریکا خلک پوهیږي چې ولسمشر یې یو درواغجن کس دی.

بایډن دونالد ترمپ جوکر(مسخره) وباله او ادعا یې وکړه چې د هیڅ شي په اړه کافي معلومات نه لري. د دیموکرات ګوند کاندید حتی دونالد ترمپ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ناوکۍ او د لاس اله یا د لوبو سامان وباله.

USA Präsidentschaftswahlen TV Debatte Trump Biden
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکراتانو نوماند جوبایډنانځور: Brian Snyder/Reuters

ترمپ هم بایډن یو ناتوانه شخص وباله او په نشه یې توکو د هغه د زوی روږدي کیدو ته یې اشاره وکړه. همدارنګه د جمهوري غوښتونکو نوماند او د امریکا اوسني ولسمشر دونالد ترمپ، جوبایډن یو سوسیالیست وباله او هغه یې پر بی خبرې یې تورن کړ.

د دې مناظرې په ځینو برخو کې د بحث تعقیبول ناممکن وو. ځکه د بحث کوربه، ترمپ او بایډن په یو وخت کې په لوړ آواز خبرې کولې او هر کس یو څه ویل. ترمپ له کریس والاس سره خبرې کولې او بایډن به کمرې ته کتل او خلکو ته یې خبرې کولې.

د مناظرې محوري ټکي

اوباماکر: ترمپ ادعا وکړه چې جوبایډن او دیموکرات ګوند په دې هڅه کې دي چې په امریکا کې سوسیالیستي قوانین عملي کړي.

بایډن ترمپ د «امریکا تر ټولو خراب ولسمشر» وباله. د دیموکرات ګوند دغه کاندید د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو یو میاشت مخکې سترې محکمې ته د قاضۍ امي بارت، پر ټاکنو نیوکه وکړه او وې ویل چې دا کار د روغتیایي بیمي پر موضوع د تجدید نظر په موخه ترسره شوی دی.

ترمپ له خپل سیاست څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې د امریکا ولسمشر حق لري چې په داسې شرایطو کې یو څوک د سترې محکمې له پاره پیشنهاد کړي.

د کرونا بحران: بایډن د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په برخه کې د ترمپ پر کړنلارې انتقاد وکړ او ویې ویل چې د امریکا ولسمشر د دغه ویروس د وژونکي خطرونو په اړه خبر وو، خو سره له دې یې هم له هغې سره د مقابلې له پاره کوښښ ونه کړ.

USA Präsidentschaftswahlen TV Debatte Trump Biden
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند او د امریکا اوسنی ولسمشر دونالد ترمپانځور: Jonathan Ernst/Reuters

بایډن وویل چې ترمپ نه یوازې دا چې د کووید-۱۹ ناورغۍ خطر کم ښودلی دی، بلکې خلکو ته یې د غلطو درملو د استعمال سپارښتنه هم کړی ده.

ترمپ وویل چې بایډن او دیموکراتان په دې هڅه کې دي چې د هیواد اقتصاد ته زیان ورسوي. هغه ادعا وکړه چې که بایډن د چارو مشري په غاړې درلودلې، نو د قربانیانو شمیر به دوو میلیونو ته رسیدلی.

اقتصادي پرمختګ: بایډن د اقتصادي ودې په اړه ویلي وو چې ترمپ له بارک اوباما څخه یو قوي او سازمان ورکړل شوی اقتصاد تسلیم شوی او په دې برخه کې یې د پام وړ کار نه دی ترسره کړی.

ترمپ هم ادعا کړې وه چې بایډن تصمیم لري د امریکا اقتصاد له رکود سره مخامخ کړي او د هغه سیاستونه به امریکا ته زیان ورسوي.

ترمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال د اقتصاد د غوړیدو خبره کړې وه. د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له پاره دواړو نوماندانو د میلیونو نویو کاري فرصتونو د رامنځته کیدو ژمنه ورکړه.

توکم پالنه او د پولیسو تاوتریخوالی: بایډن ترمپ نا آرامیو ته په لمن وهلو تورن کړ او هغه یې یو توکمپاله شخص وباله. ترمپ هم ادعا وکړه چې بایډن پخوا تورپوستان «څیرونکي حیوانات» بللي دي. ترمپ همدارنګه ادعا وکړه چې د سړک د غاړو تاوتریخوالي مسئولیت د چپي افراطیانو په غاړه دی.

د ټاکنو د پایلو منل: بایډن اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د ماتې په صورت کې به د انتخاباتو پایلې ومني. ترمپ یو وار بیا په ټاکنو کې د درغلۍ خبره وکړه او ادعا یې وکړه چې د وروستیو پایلو اعلان کیدای شي په میاشتو میاشتو وخت ونیسي او پر هغې اعتماد نه شې کیدلی.

دویچه ویله: ش.ن/ ب. ص